لوړو زده کړو وزارت علمي معین کندهار ولایت ته په یو کاري سفر کې د یاد ولایت له والي سره وکتل

bu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۳
لوړو زده کړو وزارت علمي معین کندهار ولایت ته په یو کاري سفر کې د یاد ولایت له والي سره وکتل

په دغه کتنه کې د لوړو زده وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو د علمي پراختیا رییس او د علمي معینیت سلاکار هم شتون درلود، د کندهار نوي والي په توګه د الحاج روح الله خانزاده ټاکنې له امله مبارکي وویله او له نوموړي سره د کندهار پر تحصیلي بهیر خبرې وکړې .

پوهنمل بالاکرزي په دغه لیدنه کې د کندهار تحصیلي وضعیت په اړه وویل چې په تیرو څو کلونو کې د ودولتي او خصوصي لوړو زده کړو بسټونو د کیفیت په لوړولو کې یو لړ کارونه ترسره شوي او دا پروسه همداسې روانه ده.

کندهار والي الحاج روح الله خانزاده کندهار ولایت ته د لوړو زده کړو علمي معین او ورسره راغلي هیات ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې پر درسي کیفیت ټینګار وکړ او په دې برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

همدارنکه پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی د کندهار لوی کرنیز کمپلکس د بست ډبرې ایښودلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

په یاد غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون چې د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه، د کندهار والي، دکرنې، مالداری او اوبو لګولو وزارت معین او یو شمیر سوداګرو ګډون کړی وو.

کندهار کرنیز کمپلکس په ۱۱ سوه جریبه ځمکه کې د عینو مینې په ښارګوټي کې د سل میلیونو امریکايي ډالرو په پانګونې سره جوړیږي چې د کرنیزو محصولاتو د تولید، پروسس او صادراتو په برخه کې به فعالیت کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

جلسه نوبتی شورای علمی پوهنتون بامیان!

امروز دوشنبه مؤرخ ۲۵ ماه محرم الحرام سال ۱۴۴۷هـ ق
جلسه نوبتی شورای علمی پوهنتون بامیان با رهبری رئیس عمومی این پوهنتون الحاج مفتی حضرت محمد برهانی در تالار جلسات معاونیت امور علمی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

دیدار رئیس عمومی پوهنتون بامیان از نتایج تحقیق علمی پوهنځی زراعت!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
الحاج مفتی حضرت محمد برهانی رئیس عمومی پوهنتون بامیان به‌همراه معاونین خود از دستاوردهای علمی تازه پوهنځی زراعت این پوهنتون دیدار نمود. 
در این دیدار نتایج تحقیق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

برگزار جلسه نوبتی تقرر وترفیعات پوهنتون بامیان!

شنبه۱۴۴۷/۱/۲۳هـ ق
امروز جلسه نوبتی تقرر و ترفیعات پوهنتون بامیان به رهبری معاون امور علمی پوهنوال دوکتور احسان‌الحق نیازی در تالار جلسات این معاونیت برگزار گردید.
در این جلسه موضوعات. . .

برگشت