لوړو زده کړو وزارت علمي معین کندهار ولایت ته په یو کاري سفر کې د یاد ولایت له والي سره وکتل

bu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۳
لوړو زده کړو وزارت علمي معین کندهار ولایت ته په یو کاري سفر کې د یاد ولایت له والي سره وکتل

په دغه کتنه کې د لوړو زده وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو د علمي پراختیا رییس او د علمي معینیت سلاکار هم شتون درلود، د کندهار نوي والي په توګه د الحاج روح الله خانزاده ټاکنې له امله مبارکي وویله او له نوموړي سره د کندهار پر تحصیلي بهیر خبرې وکړې .

پوهنمل بالاکرزي په دغه لیدنه کې د کندهار تحصیلي وضعیت په اړه وویل چې په تیرو څو کلونو کې د ودولتي او خصوصي لوړو زده کړو بسټونو د کیفیت په لوړولو کې یو لړ کارونه ترسره شوي او دا پروسه همداسې روانه ده.

کندهار والي الحاج روح الله خانزاده کندهار ولایت ته د لوړو زده کړو علمي معین او ورسره راغلي هیات ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې پر درسي کیفیت ټینګار وکړ او په دې برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

همدارنکه پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی د کندهار لوی کرنیز کمپلکس د بست ډبرې ایښودلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

په یاد غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون چې د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه، د کندهار والي، دکرنې، مالداری او اوبو لګولو وزارت معین او یو شمیر سوداګرو ګډون کړی وو.

کندهار کرنیز کمپلکس په ۱۱ سوه جریبه ځمکه کې د عینو مینې په ښارګوټي کې د سل میلیونو امریکايي ډالرو په پانګونې سره جوړیږي چې د کرنیزو محصولاتو د تولید، پروسس او صادراتو په برخه کې به فعالیت کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۷
Background image

د میدان وردګ والي او متنفذانو د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د وردګو ولایت والي عبدالرحمن طارق،د ولایتي شورا رئيس اخترمحمد طاهري، وردګ د لوړو زده کړو موسسې رئيس مسعود حسن زي ، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي محمد نعیم وردګ ،ډاکتر عبیدالله کلیمزي ,. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

۲۵ تنه افغان محصلين د برلين له تخنيکي پوهنتون څخه فارغ شول

معلوماتي تکنالوژۍ د څېړونکو تر منځ واټن له منځه وړې او د تعليمي نظام د فکر او علم د تولید په برخه کې د يوه علمي انقلاب لامل شوې ده. دغه مطلب د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير د برلين. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۳
Background image

لوړو زده کړو وزارت علمي معین کندهار ولایت ته په یو کاري سفر کې د یاد ولایت له والي سره وکتل

په دغه کتنه کې د لوړو زده وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو د علمي پراختیا رییس او د علمي معینیت سلاکار هم شتون درلود، د کندهار نوي والي په توګه. . .

BACK TO NEWS