د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د پوهنتون پر مهمو علمي او اداري موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله شول.
د شورا غړو د تدريس کیفیت لا ښه کولو او د استادانو او محصلينو د علمي ظرفيت د لوړولو په موخه رغنده وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.
ښاغلي برهاني د علمي شورا غړو له هڅو مننه وکړه او د څانګو تر منځ د لا ډېرې همغږۍ او د تعلیمي پلانونو د مؤثره پلي کولو ټينګار وکړ.
باميانو پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت