بامیان پوهنتون په ټولنه کې د پوهنتون رول په اړه علمي کنفرانس جوړ شو!
بامیان پوهنتون په ټولنه کې د پوهنتون رول په اړه علمي کنفرانس جوړ شو!
«په ټولنه کې د پوهنتون د رول بیان او د استادانو د علمي څېړنو د پایلو له اړوندو ادارو او ښکېلو اړخونو سره شریکول» تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس د بامیان پوهنتون په کوربهتوب جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې د بامیان ولایت د امارتي ادارو مسوؤلانو، د ملګرو ملتونو سازمان استازو، د بامیان پوهنتون او بامیکا پوهنتون د رهبرۍ غړو او استادانو ګډون کړی و.
د کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې د قرآن کریم څو مبارک آیتونه د استاد محمد نسیم فیاض له خوا تلاوت شول.
وروسته د بامیان پوهنتون رئیس مفتي حضرت محمد برهاني د پوهنتونونو د ټولنیز رول، د علم او زدهکړې د ارزښت او د لوړو زدهکړو د پراختیا د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د بامیان پوهنتون استاد پوهندوی عیدمحمد محمدي د دغه علمي بنسټ د تاریخچې، اداري جوړښت، علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې بامیان پوهنتون خپل فعالیت له دوو پوهنځیو څخه پیل کړی و خو اوس مهال اته پوهنځي لري. په دغه پوهنتون کې ۲۲۱ تنه په علمي کادري بستونو او ۱۱۰ تنه په ملکي خدماتو کې پر دندو بوخت دي.
د معلوماتو له مخې په تېرو کلونو کې شاوخوا شپږ زره محصلان له بامیان پوهنتون څخه فارغ شوي او ۶۰ تنه استادان د ماسټرۍ او دوکتورا د زدهکړو لپاره د بورسونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته استول شوي دي.
د نویو څانګو رامنځته کول، د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پلي کول، د لسګونو علمي کنفرانسونو جوړول، د HEMIS سیستم رامنځته کول، د لابراتوارونو او کتابتون پراختیا، د انټرنېټي خدمتونو ښه کول او د پوهنتون د نورو بنسټیزو برخو پراختیا د بامیان پوهنتون له مهمو فعالیتونو څخه یاد شول.
د علمي څېړنو په برخه کې هم د پوهنتون مسؤلانو وویل چې تر اوسه ۶۵ علمي اثار لیکلي او چاپ شوي، ۴۰۱ علمي مقالې خپرې شوې او ۱۲۰ څېړنیز پروپوزلونه چمتو شوي دي.
په دغه کنفرانس کې د بامیان پوهنتون یو شمېر استادانو خپلې علمي څېړنې او د ترسره شویو څېړنو پایلې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د کنفرانس په پای کې هغو استادانو ته چې د خپلو علمي څېړنو پایلې یې وړاندې کړې وې، د بامیان پوهنتون د ریاست له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.
د بامیان پوهنتون مسؤلانو له سیمهییزو ادارو، دولتي بنسټونو او موسسو څخه هم وغوښتل چې د محصلانو د عملي زدهکړو او کارآموزۍ، د فارغانو د استخدام، روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، د اوبو ستونزو د حل، د علمي څېړنو د ملاتړ او د پوهنتون د مواصلاتي لارو د وضعیت د ښه کېدو په برخو کې همکاري وکړي.
دغه علمي کنفرانس د پوهنتون دولتي ادارو او ټولنې ترمنځ د لا دوامدارې همکارۍ پر ټینګار سره پای ته ورسېد.
بامیان پوهنتون
د خپرونو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
ورځ: چهارشنبه
نېټه:
۱۴۴۸/۴/۲۴هـ ق
۱۴۰۵/۶/۱۵ هـ ش
