د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی تاریخچه

د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی تاریخچه

په شرعي او ديني علومو کې دمتخصصو کادرونو روزلو،په څېړنيز ميدان کې د مهارتونو رامنځ ته کولو، د ښوونې، قضاء، افتاء او نورو اړونده څانګو لپاره د وړ شخصيتونو وړاندې کولو او د هېواد د بچو د معنوي روزنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې په (۹ / ۱ / ۱۳۹۶) لمريزکال کې د شرعياتو پوهنځي منظور او جوړه شوه، نوموړي پوهنځی دوه څانګي لري، چې یوه د اسلامي تعلیماتو څانګه ده، او بله د جعفري فقهې څانګه ده، چې اوس مهال مو د اسلامي ثقافت د ایجاد طرح هم وزارت ته وړاندي کړيده، او په همدی کال کې ددې پوهنځی د دواړو څانګو لپاره ددولسمو ټولګیو د فارغانو څخه دکانکور ازمویني له لارې محصلین جذب کړل، چې تر اوسه یې دوه دوري فارغین ټولني ته وړاندي کړي دي، دیادونی وړده چی، دبامیان پوهنتون د شرعياتو پوهنځى اوس مهال( ۸ ) تنه دعلمي کادر غړي لري، چې دوه تر دکتورا، پنځه تر ماسترۍ او یو د لیسانس تر کچي زده کړي لري، چې له دې جملې څخه: یو تن پوهندوی، یو تن پوهنمل ،پنځه تنه پوهنيار او یو پوهيالی دی، همدارنګه دوه اداري بستونه هم لري.

د شرعیاتو پوهنځی ( ۱۳ ) فعالي کمیټي لري، چې د دغو کمیټو مسؤلیت د استادانو له جملي څخه یو استاد په غاړه لري، چې په لاندي ډول دي، د تضمین کیفیت کمیټه، د استراتیژک پلان کميټه،د بودیجي د جذب کمیټه، د کریکولم کمیټه، د اسلامي فرهنګ د ترویج کمیټه، د نظم او دسیبلین کمیټه، د امتحانات کمیټه، د نشراتو کمیټه، د تحقیق کمیټه، د بورسونوکمیټه ، د مجلي د تحریر د هیئت کمیټه، د اداري فساد سره د مبارزي کمیټه، او ورزشي کميټه ده.

د محصلینو د مطالعي او د مونوګراف په وخت کې د څيړني کولو لپاره مجهزه کتابخانه شتون لري، چې د اسلامي تعلیماتو او د فقهې او قانون د تحصیلي نصابونو مطابق بعضي کتابونو څخه برخورداره ده.

د پوهنځی درئیس لنډه پېژندنه او پیغام

احمد ادریس (حبیبي) د انجینر هزارګل (حبیبي) زوی چې په (۱۳۷۵) هـ ش کال کې د افغانستان د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالی د ګربت باغک په کلي کې زیږیدلی دی ، لومړنۍ زده کړي یې د باغک په لیسه کې سرته رسولې او په دغه دوره کې یې د جمال الدین په دارالحفاظ کې حفظ هم کړی دی، د لیسانس او ماسترۍ څخه وروسته یې په ( ۱۴۰۰ هـ ) کال کې یې د اسلام آباد په نړیوال پوهنتون کې د دکتورا ( PHD ) درسي مرحله تکمیل کړي ده، او په ( ۱۴۰۱ هـ ) کال د حمل په میاشت کې د پوهنځی د رئیس په حیث مقرر شوی دی، د شرعیاتو پوهنځي د یو هیواد د دیني ارزښتونو په ژوندي ساتلو کې رغنده رول لري، دیني لارښووني هغه هدفونه دي، چې د انسان د دنیوي او اخروي پرمختګ لپاره ویل شوي او لیکل شوي دي، په همدي موخه د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی ژمنه ده، څو محصلینو ته اغیزناکه دیني خدمتونه وړاندي کړي، زما امید دا دی چې د دې پوهنځی فارغ شوي محصلین د دیني پوهاوي مسؤولیتونو اخیستلو پیاوړتیا ولري، تر څو ټولني ته د شرعیاتو د پوهنځی استازولي وکړي.

د اسلامی تعلیماتو د څانگې  پیژندنه

د اسلامې تعلیماتو څانګه د بامیان پوهنتون د شریعاتو د پوهنځی یوه څانګه ده چې هدفونه ېې  د افراط او تفریط څخه لرې محصلینو ته دینې زده کړو ورښودل ، د اسلامی او افغانی اصیل فرهنګ پیژندنه ، په دینې چارو کې  د تعلیمې، تحصلی، محاکمو ، عدلی چارو، حج او اوقاف او ...  ‌ډګرونو لپاره په  کارپوه او مسلکی کدرونه  روزل.

نوموړې  څانګه د( 2901 / 3837) فرمان  19/11/1389   تاریخ  پر بنسټ د بامیان پوهنتون په چوکاټ کې رامنځی ته شوې   او په ۱۳۹۰ کال کې د کانکور له لارې  د ښوونې او روزني پوهنځی په چوکاټ کې په فعالیت پیل وکړ، ورسته په ۱۳۹۷ کال کې د شریعاتو پوهنځی په جوړیدو سره نومړې څانګه شریعاتو پوهنځی ته ولیږدول شوه، څلورتن ماستر او یو تن لیسانس استا‌د لړی، تر دا محال پورې دې څانګې درې دورې فارغالتحصیلان ورکړي.

د اسلامي تعلیماتو د څانګې نصاب کتلو لپاره دلته کلیک وکړئ

د جعفري فقهې د څانګي پېژندنه

۱ – د جوړیدو تاریخ: دغه څانګه په ۱۳۹۶ هـ . ش کال کې په رسمي ډول جوړه شوي ده.

۲ – فعالیتونه: دغي څانګي هر کال ۳۰ نفره د محصلینو جذب لرلو، تر اوسه پوري یې زیات شاګردان روزلي دي، لومړی دوره فارغین یې په ۱۴۰۰ هـ . ش کال کې ؤ ، چې ۲۶ محصلین ترې فارغ شول.

۳ – تحصیلي نصاب: تر اوسه پوري دغه څانګه رسمي تحصیلي نصاب نه لري، د فقهې او قانون د تحصیلي نصاب څخه استفاده کوي، خو یو تحصیلي نصاب ترتیب شوی دی، چې د بامیان پوهنتون په همکاری د لوړو زده کړو وزارت څخه به ممکن رسمي شي.