بامیان پوهنتون کې د وترنري علومو پوهنځي محصلینو ته د هالنډ کمېټې (DCA)لخوا دوه ورځنى ورکشاپ داير شوو:

bu_admin
Bamyan

Event dates

Event dates -

نن يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۵هـ ق کال د بامیان پوهنتون زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې د وترنري علومو پوهنځي د څلورم او پنځم ټولګي همدارنګه د زراعت پوهنځي، حيوانى علومو څانګې څلورم ټولګي محصلینو ته د هالنډ کمېټې (DCA) لخوا د مسلک اړوند عملي زدکړو په موخه دوه ورځنى ورکشاپ داير شو.
په دغه ورکشاپ کې د هالنډ کمېټې(DCA) د مرکزي زون مسؤول ښاغلي ډاکټر محمد قاسم خوګياڼي وال، د باميان ولايتي څانګې مسؤول ښاغلي ډاکټر طاهري همدارنګه د وترنري علومو پوهنځي سرپرست ريس پوهنمل ډاکټر نصرت الله همت زى او د یادو پوهنځیو ګڼ شمېر استادانو ګډون درلود. 
غوڼده د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو پيل شوه. ورپسې د وترنري علومو پوهنځي سرپرست ريس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له اړوند موسسې سره د ګډو همکاریو په تړاو محصلینو ته د نظري زدکړو ترڅنګ د عملي کارونو په ارزښت خبرې وکړې او د یادې موسسې د مسؤلینو څخه يې ددوی د همکاریو په خاطر مننه وکړه. دغه راز د DCA د مرکزي زون مسوول ښاغلي ډاکټر محمد قاسم خوګياڼي وال وينا ترسره کړه او محصلینو ته يې د مسلک اړوند عملي زدکړو په موخه اماده کړى پريزنټېشن ور کړ چې پکې د يو سومه حيواناتو اړوند د روزنې، امراضو، تداوى او وقايې په اړه په تيورى بڼه بحث وشو. هېره د نه وي چې سبا د دوشنبې ورځ به ددغې موسسې لخوا محصلین په عملي بڼه ساحې ته يوړل شي او په اړوند مسایلو به په عملي بڼه خپل کارونه مخکې يوسي !
د وترنري علومو پوهنځي فرهنګي کميټه

نورې پیښې

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۴۳
Background image

د بامیان پوهنتون د نصاب، نشراتو، او تحقیق کمېټې غونډې ترسره کړې.

چهارشنبه نېټه۱۴۴۶/۶/۹هـ ق کال
دا غونډې د تعلیمي پروګرامونو د ارزونې او ښه والي،  علمي تولیداتو د پیاوړتیا او معیاري څېړنو د پراختیا په موخه ترسره شوې. 
دغه راز د غونډې په جریان کې د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس ترسره کېدل

نن چهارشنبه نېټه ۱۴۴۶/۶/۹ هـ ق کال بامیان پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د بامیان پوهنتون، د غور د لوړو زده کړو موسسې او پکتیکا پوهنتون د استادانو د علمي کنفرانس کوربه و.
په دې . . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان پوهنتون کې د الکترونیکي زده کړې سمینار وړاندې شو!

نن پنجشنبه نېټه۱۴۴۶/۵/۲۶هـ ق کال مرتضی اصیل ددغه پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ عمومي مدیر د الکترونیکي زده کړې سمینار د پوهنتون علمي مرستیال او د پوهنځیو رئیسانو په شتون کې وړاندې کړ.
ښاغ . . .