په بامیان پوهنتون کې د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

Event dates
Event dates -
نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک ۱۲مه نېټه د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ چې ددې آمریت په تالار کې څو ورځې وړاندې پیل شوی وو پای ته ورسېد.
په دې برنامه کې پوهندوی محمد عثمان څولیزي د دري او انګلیسي ژبې ترجمه پښتو ژبې ته او د هغې برعکس، پوهندوی داکتر روح الله دانشیار د عربي ژبې څخه دري او انګلیسي ژبې ته او د هغې برعکس، پوهنمل داکتر چمن علی حکمت د ترجمې فن او میتودولوژي له انګلیسي ژبې څخه دري ژبې ته او د هغې برعکس، پوهنمل داکتر ذکي د ترجمې فن او میتودولوژي له عربي ژبې څخه دري ژبې ته او د هغې برعکس موضوعات تر څېړنې لاندې ونیول.
د ورکشاپ ګډونوالو د ژباړې پر تخنیکونو ستونزو او حللارو بحث وکړ چې موخه یې د ژباړې کیفیت لوړول او د ژبو ترمنځ د سمو او روانو ترجمو زمینه برابرول وو.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت