په بامیان پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي لپاره علمي ورکشاپ جوړ شو!
Event dates
Event dates -
نن دوشنبه، د ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الاخر ۲۸مه نېټه، د مسلکي پراختیا مرکز آمریت لخوا د علمي څېړنو او مجلې معاونیت په همکارۍ، د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي لپاره علمي ورکشاپ جوړ کړ.
یاد ورکشاپ د " سافټویرونو په وسیله د څېړنو تخنیکونه او د علمي سرچینو مدیریت" تر سرلیک لاندې جوړ شوی دوکتور احمد ادریس حبیبي یې وړاندې کوي. دغه برنامه د شرعیاتو پوهنځي د علمي کادر غړو لپاره ځانګړې شوې او دوه ورځې به دوام وکړي.
د دې ورکشاپ هدف د څېړنې په تخنیکونو کې ښوونه او د علمي سرچینو د مدیریت لپاره د سافټویرونو سره بلدتیا ده.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت