د بامیانو پوهنتون، ټولنیزو علومو پوهنځیۍ تاریخچه:

د بامیانو پوهنتون، ټولنیزو علومو پوهنځیۍ تاریخچه:

لکه څرنګه چې بامیانو ولایت په ټولنیز، تاریخي او فرهنګي برخه کې ځانګړی اهمیت لري نو په همدې اساس په دې برخه کې  په ملي او نړیواله کچه د مسلکي اشخاصو د روزنې لپاره د لوړو زدکړو وزارت په لزوم دید او بامیانو پوهنتون په غوښتنه د وزارت لخوا په 3325/4247 شماره حکم، 1/12/1388 نیټه او  د انسجام ریاست، دیني علومو او تقنیني څانګې امریت لخوا د 1042 /1372 شماره مکتوب په اساس په 3/12/1388 نیټه په مستقل ډول د ټولنیزو علوم پوهنځۍ تر نامه لاندې د لوړو زدکړو وزارت په چوکاټ کې ایجاد شوه چې لرونکې دڅلورو څانګو(باستان‌شناسی، تاریخ، فلسفه او توریزم) وه او همدارنګه جامعه شناسي څانګه چې مخکې یی د تعلیم او تربیی پوهنځۍ په چوکاټ کې فعالیت درلود د دې پوهنځۍ له ایجاد سره د جامعه شناسي څانګه د ټولنیزو علومو پوهنځۍ برخه شوه او اوس مهال د ټولنیزو علومو پوهنځۍ لرونکې د 5 څانګو ده چې 25 تنه علمی کادرونه د لسانس، ماستری او دوکتورا په کچه په اړونده څانګو کې په تدریس مصروف او موجود دي همدارنګه دا پوهنځۍ د زدکړیالانو د بهبود او درسی موادو ته د لاسرسي په خاطر په هره څانګه کې په تخصصی او عمومی ډول د کتابتونو درلودونکې ده او په موده د یوی لسیزی څخه زیات و خت کې د ټولنې او ګران هیواد افغانستان لپاره ځوان او مسلکې کادرونه روزلی او وړاندی کړي.

د بامیانو پوهنتون، ټولنیزو علومو پوهنځیۍ د ریس پیژندنه او پیغام:

محترم محمدعلی امینی د محمدامین زوی چې د تهران پوهنتون څخه په جغرافیه او توریزم څانګه کې ماستری لري او د دې پوهنځی د توریزم څانګی برحال استاد چې د  22 / 03 /1444 نیټه د دې پوهنځۍ د ریس په صفت مقرر شوم، نو په دې اساس د لایزال رب ج ډیر شکر ادا کوم او افتخار کوم چې د دی پوهنځۍ د ریاست او کنترول دروند مسولیت پر غاړه لرم په داسې حال کې چې اړونده پوهنځۍ د علم او ټولنی ته د علمی کادرونو په وړاندې کولو کې د یوی لسیزی څخه زیاته روښانه سابقه لری، د ټولنیزو علومو پوهنځۍ ریاست عهد کوی چې د دې ستر امانت په ساتنه او علمی ارتقأ کې نهایت کوشش کوی او په دې لاره کې د لایزال رب ج څخه د رحم ، فضل او کامل اجر غوښتونکي یوو.

پښتو ته د لرغونپوهنې د څانګې معرفي کول

د لرغون پېژندنې څانګه په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې د بامیان پوهنتون د ټولنیزو علومو د څانګې په چوکاټ کې د لرغونو او تاریخي اثارو د شتون له امله چې د یونسکو له خوا ثبت شوي دي، تاسیس شو. دې څانګې له ۱۳۹۳ کال څخه تر اوسه ۲۹۵ تنه فارغ کړي او دا مهال څلور رسمي استادان، دوه غیر رسمی استادان، ۱۱۸ محصلین او یو کتابتون لري. دغې څانګې د ايټاليا د فلورېنس او ​​سپينوزووا له پوهنتونونو سره د همکارۍ تړون لاسليک کړی او د لرغون پېژندنې  په برخه کې د چين له دونګ هوانګ اکاډمۍ سره همکاري کوي؛ سربیره پردې، د لرغون پېژندنې څانګه  له یونسکو، د افغانستان د لرغون پېژندنې انستیتیوت او ملي موزیم سره کاري او مسلکي اړیکې لري.

 پوهنځی علوم اجتماعی 
جدول اعضای کادر علمی دیپارتمنت باستان شناسی
شماره  شهرت جنسیت  درجه تحصیل  وظیفه  شماره تلفون Email  لینک مقالات
1 پوهنیار سید هادی هدایت مرد  ماستر  آمر دیپارتمنت   770004321 hadihedaiat@gmail.com برای دیدن مقالات اینجا کلیک کنید
2 پوهنیار محمد یاسر شهروند مرد  ماستر  استاد  771442020 yasiryasa4@gmail.com برای دیدن مقالات اینجا کلیک کنید
3 نامزد پوهنیار سیدعلی رضا مشفق مرد  نامزد پوهنیار  استاد  777784278 mushfiqa351@gmail.com برای دیدن مقالات اینجا کلیک کنید