د بامیان پوهنتون د نصاب، نشراتو، او تحقیق کمېټې غونډې ترسره کړې.
Event dates
Event dates -
چهارشنبه نېټه۱۴۴۶/۶/۹هـ ق کال
دا غونډې د تعلیمي پروګرامونو د ارزونې او ښه والي، علمي تولیداتو د پیاوړتیا او معیاري څېړنو د پراختیا په موخه ترسره شوې.
دغه راز د غونډې په جریان کې د کمېټې غړو د درسي نصاب ارزونه او بیاکتنه وکړه او د کیفیت د لوړولو لپاره یې وړاندیزونه وکړل. همدارنګه د پوهنتون علمي نشراتو د کمیت او کیفیت د ښه والي په اړه بحث او نظریې وړاندې شوې.
د تحقیق په برخه کې د غونډې ګډونوالو په استادانو او محصلینو کې د څېړنیز فرهنګ د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ، د علمي او عملي څېړنو د اسانتیا لپاره پروګرامونه وړاندیز شول.
دا غونډې په ګټورو پایلو او د پوهنتون د علمي کچې د لوړولو لپاره د راتلونکي تګلارې په ټاکلو سره پای ته ورسېدې.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت