د بامیان پوهنتون د تقرر، انفکاک او ترفېعاتو غونډه ترسره شوه.

bu_admin
Bamyan

Event dates

Event dates -

نن دوشنبه ۱۴۴۶/۵/۹ هـ ق نېټه د بامیان پوهنتون د تقرر، انفکاک او ترفیعاتو غونډه د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي په مشرۍ د علمي چارو معاونیت کې ترسره شوه . 
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه . 
په غونډه کې د درې تنه استادانو د ترفیع دوسیې د غونډې ګډونوالو له لوري تر کتلو او ارزولو وروسته د تائید رایې واخیستې. 
هېره دې نه وي چې شیرعلي صمیمي د پوهندوی علمي رتبې څخه پوهنوال علمي رتبې ته ، غلام حضرت غلامي د پوهنمل علمي رتبې څخه پوهندوی علمي رتبې ته او ضیاء روشنګر د پوهنیار علمي رتبې څخه پوهنمل علمي رتبې ته ارتقا‌ء وکړه او د غونډې د غړو له لوري تائید شول. 
غونډه ددعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده . 
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

نورې پیښې

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۱:۳۱
Background image

بامیان پوهنتون کې د وترنري علومو پوهنځي محصلینو ته د هالنډ کمېټې (DCA)لخوا دوه ورځنى ورکشاپ داير شوو:

نن يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۵هـ ق کال د بامیان پوهنتون زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې د وترنري علومو پوهنځي د څلورم او پنځم ټولګي همدارنګه د زراعت پوهنځي، حيوانى علومو څانګې څلورم ټولګي . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۱:۱۲
Background image

بامیان پوهنتون کې د ځان وژنې د مخنیوي په موخه د پوهاوي یو ورځنی سمینار ورکړل شو

نن یکشنبه نېټه ۱۴۴۶/۵/۱۵هـ ق د بامیان پوهنتون محصلینو او کارکوونکو ته د ځان وژنې د مخنیوي په موخه د پوهاوي سیمینار د محصلانو چارو مرستیال اودعوت ارشاد آمریت په همکارۍ ددغه پوهنتون د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۲:۴۲
Background image

د بامیان پوهنتون د ستراتیژیک پلان غونډه ترسره شوه .

امروز سه شنبه مورخ ۱۴۴۶/۵/۱۰هـ ق جلسه ورکشاپ نظرخواهی در مورد پلان استراتیژیک پوهنتون بامیان تحت رهبری معاون امور علمی پوهنمل محمدعثمان څولیزی در تالار آمریت انکشاف مسلکی استادان با . . .