په بامیان پوهنتون کې د میداني څېړنې د تګلارې ورکشاپ پیل شو!

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۲:۴۴
Bamyan

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق د ذوالحجې ۲۵مه نېټه په بامیان پوهنتون کې د "میداني څېړنې تګلارې" تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد پروګرام د مسلکي پراختیا آمریت په نوښت جوړ شوی چې موخه یې د استادانو او محصلینو علمي او څېړنیز ظرفیت لوړول ښودل شوی دی.
د ورکشاپ په پیل کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني او د علمي چارو مرستیال  وینا وکړه د علمي څېړنې پر ارزښت او د ښوونیز نظام په پراختیا کې یې پر رول ټینګار وکړ.
نوموړي دا ډول پروګرامونه د استادانو او محصلینو د علمي بنسټ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.
د دې ورکشاپ ترینر پوهاند دوکتور بازمحمد فروغ دی چې د بامیان پوهنتون له تکړه او با تجربه استادانو څخه شمېرل کېږي.
په دغه ورکشاپ کې ګډونوال به د میداني څېړنې له بنسټیزو مفاهیمو د معلوماتو د راټولولو له طریقو، د پایلو له تحلیل او د علمي څېړنو د ساحوي تطبیق له څرنګوالي سره بلد شي.
د پروګرام تنظیموونکي هیله لري چې دا ورکشاپ به په پوهنتون کې د علمي او عملي څېړنو د کیفیت د ښه والي زمینه برابره کړي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت
 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

جلسه نوبتی شورای علمی پوهنتون بامیان!

امروز دوشنبه مؤرخ ۲۵ ماه محرم الحرام سال ۱۴۴۷هـ ق
جلسه نوبتی شورای علمی پوهنتون بامیان با رهبری رئیس عمومی این پوهنتون الحاج مفتی حضرت محمد برهانی در تالار جلسات معاونیت امور علمی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

دیدار رئیس عمومی پوهنتون بامیان از نتایج تحقیق علمی پوهنځی زراعت!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
الحاج مفتی حضرت محمد برهانی رئیس عمومی پوهنتون بامیان به‌همراه معاونین خود از دستاوردهای علمی تازه پوهنځی زراعت این پوهنتون دیدار نمود. 
در این دیدار نتایج تحقیق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

برگزار جلسه نوبتی تقرر وترفیعات پوهنتون بامیان!

شنبه۱۴۴۷/۱/۲۳هـ ق
امروز جلسه نوبتی تقرر و ترفیعات پوهنتون بامیان به رهبری معاون امور علمی پوهنوال دوکتور احسان‌الحق نیازی در تالار جلسات این معاونیت برگزار گردید.
در این جلسه موضوعات. . .

برگشت