په بامیان پوهنتون کې د میداني څېړنې د تګلارې ورکشاپ پیل شو!

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۲:۴۴
Bamyan

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق د ذوالحجې ۲۵مه نېټه په بامیان پوهنتون کې د "میداني څېړنې تګلارې" تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد پروګرام د مسلکي پراختیا آمریت په نوښت جوړ شوی چې موخه یې د استادانو او محصلینو علمي او څېړنیز ظرفیت لوړول ښودل شوی دی.
د ورکشاپ په پیل کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني او د علمي چارو مرستیال  وینا وکړه د علمي څېړنې پر ارزښت او د ښوونیز نظام په پراختیا کې یې پر رول ټینګار وکړ.
نوموړي دا ډول پروګرامونه د استادانو او محصلینو د علمي بنسټ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.
د دې ورکشاپ ترینر پوهاند دوکتور بازمحمد فروغ دی چې د بامیان پوهنتون له تکړه او با تجربه استادانو څخه شمېرل کېږي.
په دغه ورکشاپ کې ګډونوال به د میداني څېړنې له بنسټیزو مفاهیمو د معلوماتو د راټولولو له طریقو، د پایلو له تحلیل او د علمي څېړنو د ساحوي تطبیق له څرنګوالي سره بلد شي.
د پروګرام تنظیموونکي هیله لري چې دا ورکشاپ به په پوهنتون کې د علمي او عملي څېړنو د کیفیت د ښه والي زمینه برابره کړي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۰
Background image

د بامیان پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه!

نن یکشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې ۲۵مه نېټه
د بامیان پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتی حضرت محمد برهاني د پوهنتون مرستیالانو او علمي شورا غړو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بامیان پوهنتون کې د میداني څېړنې د تګلارې ورکشاپ پیل شو!

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق د ذوالحجې ۲۵مه نېټه په بامیان پوهنتون کې د "میداني څېړنې تګلارې" تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد پروګرام د مسلکي پراختیا آمریت په نوښت جوړ شوی چې موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د بامیان پوهنتون د ازموینې کمېټې غونډه ترسره شوه!

یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق د کب ۲۵مه
د بامیان پوهنتون د ازموینې کمېټې غونډه پرون د روان سمستر د ازموینو لپاره د چمتووالي په موخه د دې پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیالۍ په دفتر کې د کمېټې د غړو. . .

BACK TO NEWS