په بامیان پوهنتون کې د مونوګراف لیکنې لارښود د لړۍ پای!

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه نېټه په بامیان پوهنتون کې د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د مونوګراف لیکنې لارښود دا لړۍ چې څو ورځې وړاندې پیل شوې وه نن پای ته ورسېده.
دغه پروګرام د پوهنتون د اته ګونو پوهنځیو د وروستي کال محصلینو لپاره ترتیب شوی وو.
همدارنګه یاد پروګرام چې د مسلکي او مجربو ترینرانو لخوا پرمخ وړل کېده د محصلینو د مونوګراف لیکنې په برخه کې د شته ستونزو د رفعه کولو لپاره یو غوره اقدام وو.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت