په بامیان پوهنتون کې د قربانۍ احکام او مسایلو په اړه سمینار ترسره شوو.

نن یکشنبه نېټه ۱۴۴۶/۱۱/۲۷هـ ق د بامیان پوهنتون ارشاد دعوت آمریت په نوښت د قربانۍ احکام او مسایلو په اړه سمینار ترسره شوو.
دغه پروګرام چې د پوهنتون د نوي کمپلکس په مسجد کې پیل شوی وو، د پوهنتون مرستیالان پوهنځیو رئیسان استادان او اداري کارکوونکي یې برخه وال وو.
همدارنګه یاد پروګرام چې د مفتي عبدالقادر مختار لخوا پرمخ وړل کېده د قربانۍ اړوند ټول مسایل په یوه ځانګړي اجنډا کې ترتیب شوي او بیان شول.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت