د بامیان پوهنتون لومړنی پوهاند!

bu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۲۲
Bamyan

نن چهارشنبه نېټه۱۴۴۶/۵/۲۵هـ ق کال د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور بازمحمد فروغ او یو شمېر استادانو د تحصیلي درجو اوعلمي ترفېع ستاین غونډه. 
په دغه مراسمو کې چې د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو د علمي لاسته راوړنو د ستاینې په موخه د علم کور په تالار کې جوړشوي وو، د پوهنتون علمي چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو حضور درلود. 
پروګرام د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. 
په پیل کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزی د بامیان پوهنتون اولین پوهاند په توګه د پوهاند دوکتورباز محمد فروغ علمي ترفیع او له ماسټرۍ څخه نوو راغلو استادانو ته مبارکي وویله، او ددغه پوهنتون له دا ډول علمي لاسته راوړنو یې خوښي څرګنده کړه. 
د یادلو وړ ده چې پوهاند دوکتور بازمحمد فروغ د ایران اسلامي جمهوریت د شیراز دولتي پوهنتون څخه د ښوونیز مدیریت په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړی، او د هیواد په کچه د ښوونیز مدیریت په برخه کې لومړنی پوهاند شو.
د پروګرام په دوام کې هغو استادانو ته چې په هیواد کې دننه او بهر یې د دوکتورا او ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړي دي ، په ډالیو او ستاینلیکونو ونازول شول. 
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS