د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت کمیټې ناسته!

bu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۳۴
Bamyan

نن دوشنبې د۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۴مه نېټه
د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت کمېټې ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، مرستیالانو، استادانو او د ارشاد دعوت کمېټې غړو په حضور کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې پر مهمو اخلاقي او روزنیزو مسایلو بحث وشو. د خبرو اصلي محور د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو د سیرت او صورت ښه‌والی، د شیوخو د درسونو ښه ترتیب او تنظیم او د شکایتونو ارزونه او رسېدنه وه.
ګډونوالو د سالم علمي او روزنیز چاپېریال په لوړولو کې د ارشاد دعوت آمریت په اغېزمن رول ټینګار وکړ او د کمېټې د کاري بهیر د ښه‌والي په موخه پرېکړې وشوې.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS