د باميانو پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ ش کال د پسرلني سمستر د وروستیو ازموینو پیل!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۹ هـ ق
د ۱۴۰۴ هـ ش کال د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د لایحې پر بنسټ په رسمي ډول باميان پوهنتون کې پیل شوې.
ازموینې په ټولو پوهنځیو کې په هممهاله ډول شروع شوې.
د ازموینو کمېټې مسؤلینو چې استادان او ناظرین هم پکې شامل وو د قرآنکریم د تلاوت او لومړنیو څرګندونو وروسته د ازموینو په مجلس کې د مقرراتو د پلي کېدو ټینګار وکړ.
باميانو پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت