دبامیانو پوهنتون د دارایی ثبت سیستم پرانیسته او دکمپیوتر د لنډمهاله زده کړو پروګرام د پنځلسمې دورې فراغت غونډه ترسره شوه.

bu_admin
Bamyan

Event dates

Event dates -

نن دوشنبه د ۲۵/۴/۱۴۴۶ هـ ق

د بامیانو پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په تالارکې د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد "برهاني" په شمول مالي او اداري مرستیال عبدالجلیل"حکیمي" د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو د پوهنتون د داریي د ثبت سیستم پرانیسته او د کمپیوتر د لنډمهاله زده کړو پروګرام پنځلسمې دورې فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

په پیل کې غونډه د قرآن عظیم الشان د څومبارکو آیتو په تلاوت سره پیل شوه .

مرتضی اصیل د معلوماتي تکنالوژۍ عمومي مدیر د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کمپیوتر د لنډمهاله زده کړو پنځلسمې دورې فارغینو ته مبارکي وویله ښاغلي اصیل د رضاکارو استادانو څخه مننه وکړه چې په دغه دوره کې یې ورسره همکاري کړې وه .

دبامیانو پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد"برهاني" دتکنالوژۍ په اهمیت او ننني عصر کې د تکنالوژۍ تاثیر په اړه خبرې وکړې. ښاغلي "برهاني" د پوهنتون د دارایي ثبت سیستم یو غوره او ګټور اقدام وباله او ددغه څانګې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې،او دهمکارۍ ډاډ یې ورکړ.

همدارنګه استاد عبدالجلیل"حکیمي" د پوهنتون مالي او اداري مرستیال د پوهنتون د دارایي ثبت سیستم په اړه هراړخیزه څرګندونې وکړې . او د معلوماتي تکنالوژۍ د دا ډول لاسته راوړنو لپاره یې خوښي وښوده . استاد حکیمي زیاته کړه د بامیانو پوهنتون د ستراتیژیک پلان هدف د پوهنتون هوښیار سیستم فعالول او تطبیق ده چې په راتلونکې کې به انشاألله د پرانستې شاهدان واوسو.

دغه راز د تحقیق او علمي مجلې معاونیت د اجرائیه مدیر احمد عسکري د پوهنتون د دارایي ثبت سیستم ګډونوالو ته معرفي کړ.

د یادولو وړ ده چې فارغینو ته د تصدیق نامو او د معلوماتي تکنالوژۍ مسؤلینو ته د تقدیرنامو په ورکړې سره په پای کې د پوهنتون ارشاد او دعوت آمر محمدامان امین په دعائیې سره غونډه پای ته ورسیده .

بامیان پوهنتون

د نشراتو اوعامه پوهاوی عمومي مدیریت

نورې پیښې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۸
Background image

په بامیان پوهنتون کې د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک ۱۲مه نېټه د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ چې ددې آمریت په تالار کې څو ورځې وړاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس ترسره کېدل!

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د رجب میاشتې لومړۍ نېټه بامیان پوهنتون د څلور تنه استادانو د علمي کنفرانس کوربه وو.
دغه علمي کنفرانس چې د مسلکي پراختیا مرکز آمریت په مرسته د دغه آمریت د . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

په بامیان پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي لپاره علمي ورکشاپ جوړ شو!

نن دوشنبه، د ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الاخر ۲۸مه نېټه، د مسلکي پراختیا مرکز آمریت لخوا د علمي څېړنو او مجلې معاونیت په همکارۍ، د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي لپاره علمي ورکشاپ جوړ کړ.
ی . . .