بامیان پوهنتون کې د استادانو علمي کنفرانسونو دوام :

bu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۱:۲۷
Bamyan

نن چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۱هـ ق کال په بامیان پوهنتون کې د دایکندي ، غور او بامیان پوهنتونونو استادانو د علمي رتبې د ارتقاء په خاطر علمي کنفرانسونه ورکړل.
یاد کنفرانسونه چې د مسلکي پراختیا آمریت په مرسته د همدې آمریت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شول د پوهنتون د علمي کادر غړو ، استادانو ، محصلینو او ژوري هیئت پکې ګډون کړی وو . 
په پیل کې د بامیان پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمدعثمان څولیزي راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دا ډول کنفرانسونو په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او یو مهم اقدام یې وباله . ښاغلي څولیزي د یاد پروګرام د مسؤلینو له هڅو او کوښښونو مننه وکړه . 
ددغه کنفرانس په جریان کې استادانو خپلې علمي او څېړنیزې مقالې د ژوري هیئت او د کنفرانس ګډونوالو په حضور کې وړاندې کړې .
دغه راز ګډونوالو د موضوع ګانو په اړه پوښتنې او نظرونه شریک کړل چې استادانو د خپلې موضوع اړوند جوابونه ورکړل . 
په پای کې د بامیان پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمدعثمان څولیزي یاد کنفرانس مثبت و ارزاوو او په دعایې کلام سره پای ته ورسېده. 
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS