بامیان پوهنتون د نوي کال په پیل کې د علم او پرمختګ نوي ګامونه اخلي!

په همدې مناسبت بامیان پوهنتون کې نن سه شنبه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د شوال المکرم د میاشتې نهمه نېټه د رهبري شورا ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتی حضرت محمد برهاني په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د پوهنځیو رئیسانو، اداري مسؤلینو او علمي شورا غړو ګډون کړی وو. ګډونوالو د پوهنتون د علمي بهیر د لا ښه والي، د تدریسي کیفیت د لوړولو، د نیالګیو کښینولو او چاپیریال ساتنې پروګرام، د پوهنتون احاطه او اداري چارو د سمون په اړه پراخ بحثونه وکړل.
ښاغلي برهاني په خپلو خبرو کې د همغږۍ مسؤلیتپذیرۍ او علمي هڅو پر ارزښت ټینګار وکړ.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د راتلونکو میاشتو لپاره مشخص پلانونه ترتیب شي تر څو علمي پرمختګ ته زمینه برابره شي او د محصلینو ستونزو ته ژر او عملي رسېدنه وشي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت