په بامیان پوهنتون کې د تقرر او انفکاک غونډه ترسره شوه!

نن پنجشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې ۲۳مه نېټه د بامیان پوهنتون د تقرر، ترفیع او انفکاک غونډه د علمي چارو د معاونیت په تالار کې ترسره شوه.
یاده غونډه د بامیانو پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسانالحق نیازي په مشرۍ د علمي کادر غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د اړوندو اسنادو او وړاندیزونو ارزونه وشوه او پرې لازمې پرېکړې وشوې.
د علمي چارو مرستیال په خپلو خبرو کې د تقرر، ترفیع او انفکاک په پروسه کې د شفافیت او د لوړو زدهکړو وزارت د مقررو اصولو د مراعتولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
دا ډول غونډې د بامیانو پوهنتون د اداري چارو د شفافیت او نظم د تأمین یوه منظمه پروسه ګڼل کېږي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت