تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۲
Background image

بامیان پوهنتون په ټولنه کې د پوهنتون رول په اړه علمي کنفرانس جوړ شو!

بامیان پوهنتون په ټولنه کې د پوهنتون رول په اړه علمي کنفرانس جوړ شو! 
«په ټولنه کې د پوهنتون د رول بیان او د استادانو د علمي څېړنو د پایلو له اړوندو ادارو او ښکېلو اړخونو سره شریکول» تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د ریاست الوزراء اداري مرستیال او لوړو زده کړو وزارت وزیر د بامیان پوهنتون د محصلینو(۱۸) اتلسمې دورې فراغتغونډه کې ګډون وکړ!

د ریاست الوزراء اداري مرستیال او لوړو زده کړو وزارت وزیر د بامیان پوهنتون د محصلینو(۱۸) اتلسمې دورې فراغتغونډه کې ګډون وکړ! 
په بامیان پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

BACK TO NEWS

په بامیان پوهنتون کې د تقرر او انفکاک غونډه ترسره شوه!

bu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۱۶
Bamyan

نن پنجشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې ۲۳مه نېټه د بامیان پوهنتون د تقرر، ترفیع او انفکاک غونډه د علمي چارو د معاونیت په تالار کې ترسره شوه.
یاده غونډه د بامیانو پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د علمي کادر غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د اړوندو اسنادو او وړاندیزونو ارزونه وشوه او پرې لازمې پرېکړې وشوې.
 د علمي چارو مرستیال په خپلو خبرو کې د تقرر، ترفیع او انفکاک په پروسه کې د شفافیت او د لوړو زده‌کړو وزارت د مقررو اصولو د مراعتولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
دا ډول غونډې د بامیانو پوهنتون د اداري چارو د شفافیت او نظم د تأمین یوه منظمه پروسه ګڼل کېږي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت