په بامیان پوهنتون کې د "روژې مبارکې میاشتې د هرکلي"په خاطر سمینار ترسره شو

د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت د۱۴۴۶ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۴مه نېټه، دوه ورځنی سمینار د "روژې مبارکې میاشتې د هرکلي" تر سرلیک لاندې ترسره کړ. په دغه سمینار کې د روژې مبارکې میاشتې اهمیت، فضیلت او معنوي فرصتونه وڅېړل شول. ګډونوالو د روژې برکتونه او د هغې په فردي او ټولنیز ژوند کې یې اغیزې شریکې کړې.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت