د ښوونې او روزنې پوهنځي په اړه

سمه ښوونه او روزنه سمه تولنه، په حقیقت کې ښوونه او روزنه د سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي، امنیتي، اقتصادي او ... اړخونو له مخې ټولنه رغوي. ښوونه او روزنه د یوې ټولنې د وګړو د ټولو کړنو جوړونکې ده.

د بامیان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي رښتیني، ژمن، او مسولیت منونکي انسان جوړوونکي روزي او ټولنې ته یې وړاندې کوي؛ څو دوی وکولای شي، د راتلونکي ماشومانو، تنګیو ځوانانو او ځوانانو د ښوونې او روزنې ارزښمنه دنده پر غاړه واخلي.

د ښوونې او روزنې پوهنځي پرانسته او تاسیس:

د ښوونې او روزنې پوهنځي د پامیان پوهنتنون سره یوځای په ۱۳۸۳ ه لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له لوری د بامیان پوهنتون په چوکات کې منظو ر شوه، او د لومړي  ټولنپوهنې، تاریخ، ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګې په کې فعالې شوې. کال 1386 ل لپاره دري او  په ۱۳۸۸ ه ل کال کې د تولنپوهنې او تاریخ څانګې د دې پوهنځي څخه بېلې او د ټولنپوهنې پوهنځي جوړه شوه. د دغو څانګو پرځای د ارواپوهنې او انکلیسي څانګې زیاتې شوې. په ۱۳۸۹ ه ل کال کې د اسلامي تعلیماتو څانګه د دې پوهنځي په چوکاټ کې پرانستل شوه. په همدې ترتیب د پښتو او کمپیوټر ساینس څانګې په ۱۳۹۱ ه ل کال کې رامنځته شوې او په ۱۳۹۲ ه ل کال کې د فزیک، ریاضي، بیولوژي او کیمیاڅانګې د دې پوهنځي نه بېلې او د طبیعي علومو پوهنځي رامنځته شوه. د یادو څانګو پرځای د پیداګوژۍ او ښوونیز مدیریت څانګې د ښوونې او روزنې په چوکاټ کې اضافه شوې. په ۱۳۹۶ ه لمریزکال کې د اسلامي تعلیماتو څانګه له دې پوهنځي څخه جلا او د شرعیاتو پوهنځي رامنځته شوه.

 

د ښوونې او روزنې پوهنځي څانګې:

د ښوونې او روزنې پوهنځي اوسمهال اووه څانګې لري:

  • ارواپوهنه
  • ښوونیز مدیریت
  • پیداگوژی
  • دري ژبه او ادبیات
  • انګریزي ژبه او ادبیات
  • پښتو ژبه او ادبیات
  • آموزشکمپیوتر

لیدلوري:

  • د ملي هیلو او ارمانونو د تحقق لپاره د انساني ځواکونو روزل، چې هماغه په ملي او بین المللي کچه باکیفیته ښوونه او روزنه او د جهل او ناپوهنۍ له منځه وړل دی.

ماموریتونه:

  • پوهنځي ګوښښ لري؛ ترڅو د خپلو استادانو، کارکوونکو او محصلاتو لپاره د څېړنې او  لوړې زده کړې زمینې برابرې کړي، او د بورسونو، کورسونو او ... له لارې د دوی د ظرفیت لوړونې  په برخه کې کار وکړي.

هدف از ایجاد پوهنحی تعلیم وتربیه:

  • د ښوونځیو، د ښوونکو د روزنې مرکزونو، پوهنځیو او پوهنتونونو لپاره مسلکي او په وړتیاوو سمبال کادرونو روزل.
  • د کړنو د تغیر، رواني ناروغانو او روږدو کسانو او ناروغانو لپاره د ارواپوهانو روزنه
  • پر بېلابېلو موضوعګانو لکه رفتاري، تاوتریخوالي، د وګړو پر روان باندې د جګړې اغېزې او نورو مسایلو مسلکي څېړنه
  • د افغانستان د فولکلوریکو ادبیاتو اوژبو، د ملي او بین المللي ژبو اړیکې او پرتلنې په برخه کې څېړنې ترسره کول
  • د مدیریتي او پیداګوژیکي علمي کادرونو روزنه
  • د دري، پښتو او انګلیسي ژبو د شاعرانو او لیکوالو روزل
  • د اوسنۍ ټکنالوژۍ په برخه کې د فعالو او مسلکي ځوانو کادرونو روزل

 

. استراتژیکې موخې:

۱ – له استاد محورۍ میتود څخه د محصل محورۍ میتود ته د تدریس تغیر. پوهنځي د خپلو لایقو، مجربو او مسلکي استادانو په وسیله کولای شی، چې د تدریس بڼه اوسنۍ زمانې سره سم عیار کړي، او له بېلابېلو درسي او ممد درسي موادو او ټکنالوژۍ نه کار واخلي.  پوهنځي د خپلو محصلینو لپاره د کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره کار کوي؛ ترڅو محصلان د څېړنې او علمي فعالیتونو سره ښه اشنا شي.

۲ – د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې برنامې پلي کول. په دې پوهنځي کې علمي فعالیتونو د دې برنامې له معیارونو سره سم مخ ته ځي، او مستند سازي کیږي. د څانګو کریکولم د کار د بازار له مخې جوړیږي او د ټولګي تجهیزات او ټکنالوژیکي وسیلې په پام کې نیول کیږي. د ارواپوهنیزو لارښوونو او مشورو لپاره د ارواپوهنې څانګه زمینه برابره کړې ده.

 ۳ – د تولو لپاره آرامه او مناسبه درسي فض رامنځته کول، د هېواد د قانون په چوکاټ د بیان آزادۍ ته ژمنه، د استادانو او محصلانو ترمنځ مباحثې او ښې رغندې اړیکې، د آزموینو څخه ډاډ ورکول او عادلانه چلند، په ټولو عملي اړخونو کې شفافیت، د استادانو او محصلانو له علمي لاس ته راوړنو څخه ملاتړ.

۴ – له هغو بنسټونو سره علمي او مسلکي همغږي رامنځته کول چې د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي. د دولسم پاسو او څوارلسو پاسو ښوونکو لپاره د تحصیل زمینه برابرول، ښه او کامیابه مدیریت، له فعالیتونو څخه د بیاکتنې او ارزونې سیستم جوړول.

 

دا چې د بامیان پوهنتون د ټولنپوهنې، طبیعي علومو او شرعیاتو پوهنځي له ښوونې او روزنې پوهنځي نه بیل شوي دي؛ دا پوهنځي د پوهنتون په کچه د مور حیثیت لري.

د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي پیغام

ښوونه او روزنه په بشري ټولنه کې د ټولنې اصلي او اساسي بنسټ جوړوي. د ځوانانو روزنه په ځانګړې توګه په اکاډمیک او علمي برخه کې د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ یو مهم توکی ګڼل کیږي.

د ښوونې او روزنې پوهنځي د بامیان پوهنتون په چوکاټ  کې تل د زده کړې، تدریس او  څېړنې  د ښه والي په برخه کې هڅې کړي دي او هڅه به وکړي. پوهنځي نشي کولای چې د ملي او بین المللی معیارونو له پلي کولو پرته خپلې څېړنیزې، علمي او  ښوونیزې موخې ته ورسیږي او  ژمنه او مسولیت منونکي علمي کادرونه  وروزي او له ښه کیفیت نه برخمنه شي.

د تدریس، زده کړې، څېړنې او نورو اکاډمیکو فعالیتونو د معیارونو پلي کول په منظم دول د هېواد او ټولنې د اړتیاوو سره سم ټول علمي کادرونه او اداري پلاوی ّهڅه لري چې خپلې چارې په ښه ډول مخ ته ویسي او د پوهنځي اساسي موخې لاس ته راوړي او عالي کیفیت ته یې ورسوي.

د علمي – څېړنیزو برنامو د پلي کولو لپاره د پوهنځي د ټولو غړو (علمي کادرونو، کارکوونکو او محصلینو) سره پرله پسې غونډې نيول شوي دي او ټول خنډونه، فرصتونه، د ضعف او قوت ټکي پيژندل شوي دي او د ښه والي لپاره یې کار شوی دی او کیږي به. د دې برنامو له پلي کولو نه عمده موخه دا ده چې د تحصیل، څېړنې، ترفیع، د ظرفیت لوړولو او د پوهنځي د معیاري کولو لپاره په ملي او بین المللي کچه اکاډمیکه او علمي فضا رامنځته کړي.

د ښوونې او روزنې پوهنځی  د بامیان پوهنتون په چوکاټ کې یوه علمي او سابقه لرونکی بنست دی چې د لیسانس برنامې په لرلو سره هڅه کوي؛ تر څو د ښه زدکړه ییزې او څېړنېزې برنامې د وړاندې کولو له لیارې د هېواد په کچه د پوهنتون مخکې نه پلان شوې موخو ته ورسيږي او د علمي زیر بناوو ساتنې نه علاوه د مسلکي استادانو اړتیاوې پوره کړي او د لوړو زده کړو لپاره زمینه چمتو کړي. په دې برخه کې د متخصصتو کادرونو په استفادې او د ملي او بین المللي بنستونو په مرستې او د مډرنې ټکنالوژۍ په کارونې سره پوهنځی کولای چې د علمی اصولو او اخلاقو په پام کې نیولو سره اړین ګامونه پورته کړي.  د استادانو او علمي کادرونو ظرفیت لوړول او د محصلینو د مسلکي وړتیاوو زیاتوالي او لوړوالي د دې پوهنځي له لومړیتوبونه څخه ګڼل کیږي.

درنښت

پوهنوال محمد الله معتمد

د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس

د ښوونې او روزنې پوهنځی د رئیس پيژندنه

محمد الله معتمد د اسحق زوی په ۱۳۵۲ ه لمريزکال کې د غزني ولايت  په جاغوري ولسوالۍ کې په يوه دينداره کورنۍ کې زیږیدلی دی. د زده کړې لومړنۍ دوره يې په فیضیه لېسه کې او د لېسې دوره یې د جاغورۍ په مرکز کې د استاد عبدالغفور سلطاني په عالي لېسه کې سرته رسولی. د لېسانس دوره یې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي په ارواپوهنې څانګه کې بشپړه کړې ده او د ماسټرۍ دوره یې هم په همدې څانګه کې پای ته رسولې ده.

په دولتي ادارو کې د کار پیل

د ۱۳۸۵ ه لمریز کال د لیندۍ په ۱۸ مه نېټه د بامیان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې په څانګه د علمي کادر غړی په توګه  شامل شوی او تر اوسه په اداري او اکادمیکو چارو کې د هېواد د بچیانو په چوپړ کې دی. د ۱۳۸۹ ه ل کال نه تر ۱۰/ ۸/۱۳۹۸ ه ل کاله پورې د پوهنځي مرستیالی دنده پرمخ وړی او له ۱۱/۸/۱۳۹۸ ه ل کال راهیسې تر دې دمه د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس په توګه چارې مخ ته وړي. د لوړو زده کړو وزارت له قانون سره په هرو درېیو کلونو کې علمي ترفیع کړی او اوس پوهنوال دی.

په ملي او بین المللي ژورنالونو کې لسګونه علي ـ څېړنېزې مقالې خپرې کړي او لسګونه څېړنې د ارواپوهنې په بېلابېلو برخو ترسره کړې دي.

تالیفات تر اوسه پورې دوه چاب شوي تالیفات لري:

عمومي ارواپوهنه

رواني آسیب شناسي

د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلیسي څانګې لنډه پيژندنه

د محصلینو، او په توله کې د هېواد د علم پروره وګړو د اړتیاوو له مخې دانګریزۍ ژبې د څانګې شتون د پوهنتون په چوکاټ کې اړین ګڼل کیده. له همدې کبله په ۵/۲/۱۳۸۸ نېټه د بامیان پوهنتون په علمي غونډه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د انګریزۍ څانګې د رامنځتیا په تړاو خبرې وشوې او د څانګې د ایجاد وړاندیز وزارت ته واستول شوه، په ۲۷/۱۲/۱۳۸۸ ه ل دا څانګه د لوړو زده کړو وزارت له خوا ومنل شوه، او د ۱۳۸۹ ه ل کال له پیله رسما په خپلو فعالیتونو پیل کړی دی.

د دې څانګې اساسۍ موخې دا دي: د ملي او بین المللي معیارونو سره سم د درسي کریکولم تطبیق او پراختیا، د تحصيلي معیاري چوپړتیاوې وړاندې کول، علمي څېړنې، د څانګې د پراختیا په برخه کې هڅې او له ټولنې سره همغږي او مرسته.

د پښتو ژبې او ادب څانګه

د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال کې د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوې ده. د پښتو څانګې ښوونیز نصاب د اسلام سپېڅلي دین له بنسټونو او د هېوادپالنې درانه او پاک احساس ته په پام په علمي او عملي معیارونو برابر او د افغاني ټولنې د اړتیاوو له مخې رامنځته شوې دي.

پښتو څانګه څلور تنه کادري غړي لري، چې څلور واړه یې ماسټران او د پوهنمل او پوهنیار رتبو لرونکي او په تدریس بوخت دي. پښتو څانګې تردې دمه پنځه دورې فارغان د ټولنې خدمت ته وړاندې کړې دي.

لید لوري

پښتو څانګه باور لري چې د بامیان پوهنتون د پښتو ژبې او ادب څانګه به د افغانستان د مرکزي ولایتونو خلکو ته د دوی دویمه ژبه (پښتو) زده کړه ضروري او اړینه ده  او دا مسئولیت زموږ پر غاړه ده.

    د پښتو ژبې او ادب دنده ده چې په ټوله کې د افغانستان او په ځانګړي ډول د مرکزي ولایتونو لپاره په ښوونځیو کې د راتلونکي نسل لپاره پر پوهنیزو،  تخنیکي او پیداګوژیکي وړتیاوو سمبال،  ژمن او ریښتیني ښوونکي وروزي.

ماموریت:

د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزې پوهنځي پښتو څانګې ماموریتونه په لاندې ډول دي:

د استادانو او محصلانو د تحصیلي درجې لوړول، د ځوانانو ترمنځ اسلامي او ملي يووالی روحیه پیاوړي کول، د هېواد د ځوانانو مسلکي او تخصصي روزنه د عصري او نوي میتودونو په وسیله، ښوونځیو لپاره فعاله، متعهد او مسلکي ښوونکي روزل، د پښتو ژبې او ادب په بېلابېلو برخو کې څېړنې ترسره کول، د پښتو فولکلوريک ادبیاتو په برخه کې څېړنې، له نوې او عصري ټکنالوژۍ سره د هېواد ځوانانانو آشنا کول.

لاس ته راوړنې

د پښتو څانګې لاس ته راوړنې په لاندې دول دي:

۱ - د بامیان پوهنتون پښتو څانګې تر اوسه پنځه دورې فارغین تولنې ته وړاندې کړي دي، چې په دولتي او نادولتي ښوونځيو، د ښوونې روزنیز مرکزونو او نورو اداراتو کې اکثره په کار بوخت دي.

۲ – د ملي ادب او فرهنګ په بېلابېلو برخو کې څېړنې ترسره شوې دي.

۳ – د څانګې د استادانو او محصلینو په مټ په څانګه کې یو ځانګړې کتابتون جوړ شوی دی چې په کې بېلابېل پښتو درسي او ممد درسي کتابونه راتول شوي دي.

۴ – د تدریس میتود له سنتي (استاد محورۍ) میتود څخه عصري شاګرد محورۍ میتود ته بدلون موندلی دی.

۵ – تول استادان له پښتو او دري سربېره په انګلیسي او اردو هم بلدتیا لري.

۶ – ټول استادان د عصري ټکنالوژۍ سره بلد تیا لري او محصلین دې ته هڅوي تر څو له تکنالوژۍ څخه کار واخلي.

۷ – استادان او محصلین تل څېړنې او مطالعې ته کوښښ کوي.

د یامیان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د پیداګوژۍ څانګې لنډه مخینه

د پیداګوژۍ څانګه په (1392) هجري لمریز کال کې د هېواد په کچه د پوهو او تجربه لرونکو کادرونو د  روزنې په موخه د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوې ده. په ټولنه کې د علمي  او مسلکي کادرونو روزنه او د فارغو محصلینو لپاره د عملي څېړنو لپاره لارې هوارول د دې څانګې له مهمو موخو څخه دي.

د دې څانګې لومړني استادان هر یوه شایسته اکرمي دڅانګې آمر او  استاد یاسین محمدي دي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوړو زده وزارت د اکاډمیکو او علمي معیارونو سره سم په (۱۳۹۳) کال کې  مقرر شوي دي. په ۱۳۹۷ ه ل کال کې ښاغلی محمد علومي هم د دې څانګې د علمي کادر په توګه په کار پیل کړی دی.  اوسمهال د دغې څانګې استادان د تدریسي او اداري چارو سره سره عملي او علمي څېړنو سره ډېره مینه لري. دوی غواړي چې  دهېواد په کچه د ښوونې او رونې په برخه کې څېړنې وکړي.

د پیداګوژۍ څانګې له رامنځیا راهیسې تراوسه د لاندې موخو د ترلاسه کولو لپاره کوښښونه کړي دي.:

  • د څانګې د کادري غړو بشپړول
  • معیاري او تحصیلي چوپړتیاوې وړاندې کول
  • ښې څېړنیزې او زده کړه ییزې شرایط رامنځته کول
  • د څانګې د غړو د علمي او تحصیلي درجې لوړول
  • په اسلامي او ملي ارزښتونو برابره علمي او په وړتیاوو سمبال کادرونو روزل
  • په ملي او بین المللي معیارونو برابر درسي کریکولم جوړول
  • د څانګې د غړو او محصلینو ترمنځ د ورورۍ او یووالۍ فضا رامنځته کول
  • له نورو پوهنتونونو سره اړیکې پیداکول
  • په ملي او بین المللي کچه د څانګې پيژندنه
  • د څانګې او ټولنې ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ رامنځته کول؛ ترڅو د ټولنې له اړتیاوو او بین المللي معیارونو سره سم فارغ محصلین ټولنې ته وړاندې شي.

د ارواپوهنې څانګې پيژندنه

د ارواپوهنې کوټه د ستړو لپاره امنه فضاده، داسې ځای چې په کې کړاوونه او اوښکې  پرته له هر دول وېرې نه توییږي؛ تر څو ښادي او خوشالي رامنځته شي.

د ارواپوهنې څانګې پرانسته او تاسیس

د ارواپوهنې څانګه په ۱۳۸۸ کال کې ثبت او راجستر شوی، په ۱۳۸۹ کال کې رسما محصلین جذب کړي دي. دا څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې فعالیت کوي، تر اوسه اته دورې فارغین ټولنې ته وړاندې کړي دي. د دې څانګې اصلي پام د ښوونیزو، مشورو او لارښوونو، کلینکي ارواپوهنې او رواني روغتیاوو، شخصیت او فردي توپیرونو نظریو ته ده. د رورنیزې ارواپوهنې تدریس محصلینو سره د ښوونې او روزنې په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې مرسته کوي. د شغلي او زده کړه ییزې مشاورې او لارښونې له زده کړې نه وروسته محصلین کولي شي اړو وګړو ته مشورې او لارښونې ورکړي.

کلینیکي او رواني روغتیا د دې څانګې له مهمو سکالو ګانو نه څخه ګڼل کیږي؛ د افغانستان ډېرۍ وګړي له رواني او ټولنیزو تنشونو سره مخ دي، چې د دې څانګې محصلین کولی شي د دې کړاوونو په له منځه وړلو کې ټولنې سره مرسته وکړي.

د فردي توپیرونو او شخصیتي نظریو په برخه کې څېړنې  د زموږ د ټولنې په ښوونه او روزنه، تدریس او شغلي ژوند کې له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي چې دا څانګه یې چوپړ ده.

لاس ته راوړنې:

د څانګې د محصلینو له خوا د څو پروژو بشپړول، له کتابتوني شکل نه میداني بڼې ته د پایلک لیکلو او څېړنو د روش بدلول، د ورکشاپونو، عملي څېړنو په مټ د استادانو د ظرفیت لوړول، په ښوونځیو کې د ښوونکو له تدریسي بهیر نه د محصلینو ارزونه، د زده کړې د روشونو په تړاو سروې او د محصلینو فکر کول، په نشه یي توکو د روږدیدا د لاملونو په تړاو څېړنې، د بامیان مرکز په ښوونځیو کې عملي څېړنې، جنایي جرمونو ته د ځوانانو د مخه کولو په تړاو څېړنې او د استادانو د علمي کچې لوړول....

د څانګې اړتیاوې

  • د ظرفیت جوړونې او بشري سرچینې کمښت
  • په هېواد کې د کار د بازار سره سم د تحصیلي نصاب نه دوامداره بیاکتنه.
  •  درسي مرستندویه مواد ( په کتابتون کې د کتابونو، رواني آزموینې او تستونه او د کتابتون نشتون)
  •  الکترونیکي وسایل (د څانګې اداري دفتر، د استادانو لپاره کوټې، انټرنټ د محصلینو لپاره، څېړنیز تجهیزات)
  • بنسټیزې رغونې (د درسي تولګیو لپاره تعمیر، لابراتوار، کمپیوتر لب، کتابتون، د کنفرانسونو تالار )

د استادانو او محصلینو د څېړڼیزو سغرونو لپاره د بودیجې تخصیص

لاس ته راوړنې:

د څانګې د محصلینو له خوا د څو پروژو بشپړول، له کتابتوني شکل نه میداني بڼې ته د پایلک لیکلو او څېړنو د روش بدلول، د ورکشاپونو، عملي څېړنو په مټ د استادانو د ظرفیت لوړول، په ښوونځیو کې د ښوونکو له تدریسي بهیر نه د محصلینو ارزونه، د زده کړې د روشونو په تړاو سروې او د محصلینو فکر کول، په نشه یي توکو د روږدیدا د لاملونو په تړاو څېړنې، د بامیان مرکز په ښوونځیو کې عملي څېړنې، جنایي جرمونو ته د ځوانانو د مخه کولو په تړاو څېړنې او د استادانو د علمي کچې لوړول....

د ارواپوهنې څانګې علمي کادر غړي:

دا څانګه اووه تنه علمي کادر غړي لري چې درې تنه یې د ډاکترۍ ( PHD) محصلین دي او یو تن بل استاد د هېواد څخه دباندې تللی دی چې بست یې اعلان ته سپارل شوی. اوسمهال د دې څانګې درسي چارې د درېیو تنو استادانو له لوري مخ ته وړل کیږي.

ارزښتونه (        Values  )

  • قوانینو، اسلامي مقدساتو او ارزښتونو ته درناوي.
  • د ښوونې او روزنې په برخه کې ځواب ویوونکي
  • د تدریس په بهیرکې د امانت او عدالت ساتل
  • باکیفیته تدریس رامنځته کول
  • د ارواپوهنې په بېلابېلو څانګو کې علمي څېړنو ته پاملرنه

لیدلوری:

  • د ملي هیلو د تحقق لپاره انسانی ځواک روزل چې هماغه په ملي او بین الملي کچه باکیفیته ښوونه او روزنه ده. د شاګردانو لپاره  د رواني مشورې او لارښوونې زمینې برابرول او له هغو وګړو سره مرسته چې په رواني ناروغیو اخته دي.

ماموریتونه:

  • د ارواپوهنې څانګه هڅه کوي ترڅو د ژمنې، درناوۍ او همغږۍ داسې چاپیریال رامنځته کړي چې  د استادانو او محصلینو د تولیزې بریاوې لامل شي او کوښښ لري چې تولو استادانو او محصلینو ته د ظرفیت د لوړولو زمینه د څېړنیزو بورسونو او کوروسونو په واسطه چمتو کړي.
  • استراتیژیکې موخې:
  • داسې اغېزمنه، اکادمیکه او کارنده ښوونیزه برمانه وړاندې کول چې د ښوونې او روزنې په برخه کې د محصلینو د پنځونکي تفکر په برخه کې مرسته وکړي. د ارواپوهنې په بېلابېلو برخو کې عملي ښوونې او په ټولنه کې د رواني او ټولنیزې  اړو وګړو سره مرسته. د ارواپوهنې په بېلابېلو برخو کې د څېړنې لپاره زمینې چمتوکول، په ځانګړې توګه د ښوونې، تدریس، اعتیاد او نورو ټولنیزو او رواني زیانونو لپاره. مصونه او سالمه فضا او برابره تحصیلي فرصتونه رامنځته کول.

په څانګه د قوت ټکي:

  • د ژمنو او مجربو استادانو شتون
  • د تدریسي تکنالوژۍ شتون (ال سي ډي)
  • د پوهنځي د څانګو او تدریسي مدیریت ترمنځ ښې اړیکې او همغږي
  • د استادانو او محصلینو د ښې تجربې لپاره د ارواپوهنې په پېلابېلو برخو کې  د رسمي درسونو ترڅنګ د علمي کنفرانسونو جوړول 
  • د تدریس په چارو کې ځواکمنتیا
  • د درسي مفرداتو نوی کیدل او په لکچرنوتونو کې بیا کتنه
  • د ارواپوهنې په بېلابېلو برخو کې د څېړنیزو پروژو رامنځته کول
  • د کتابتون او په کتابتون کې د دوو پایو کمپیوټرونو شتون
  •  په رواني چارو کې د مشورې ورکونې مرکز شتون

د څانګې کمزوري تکي:

  • د علمي کادرونو کمښت
  • په څانګه کې د کتابتون د مدیر د بست کموالي
  • د سرچینو کمښت، د څېړنیزو سفرونو لپاره د بودیجې نشتون او د درسي تولګي کموالي
  • محصلینو ته د کورنیو او بهرنیو محصلینو سره د Exchange د برنامې نشتوالی

د پښتو ژبې او ادب څانګه

د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال کې د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوې ده. د پښتو څانګې ښوونیز نصاب د اسلام سپېڅلي دین له بنسټونو او د هېوادپالنې درانه او پاک احساس ته په پام په علمي او عملي معیارونو برابر او د افغاني ټولنې د اړتیاوو له مخې رامنځته شوې دي.

پښتو څانګه څلور تنه کادري غړي لري، چې څلور واړه یې ماسټران او د پوهنمل او پوهنیار رتبو لرونکي او په تدریس بوخت دي. پښتو څانګې تردې دمه پنځه دورې فارغان د ټولنې خدمت ته وړاندې کړې دي.

لید لوري

پښتو څانګه باور لري چې د بامیان پوهنتون د پښتو ژبې او ادب څانګه به د افغانستان د مرکزي ولایتونو خلکو ته د دوی دویمه ژبه (پښتو) زده کړه ضروري او اړینه ده  او دا مسئولیت زموږ پر غاړه ده.

    د پښتو ژبې او ادب دنده ده چې په ټوله کې د افغانستان او په ځانګړي ډول د مرکزي ولایتونو لپاره په ښوونځیو کې د راتلونکي نسل لپاره پر پوهنیزو،  تخنیکي او پیداګوژیکي وړتیاوو سمبال،  ژمن او ریښتیني ښوونکي وروزي.

ماموریت:

د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزې پوهنځي پښتو څانګې ماموریتونه په لاندې ډول دي:

د استادانو او محصلانو د تحصیلي درجې لوړول، د ځوانانو ترمنځ اسلامي او ملي يووالی روحیه پیاوړي کول، د هېواد د ځوانانو مسلکي او تخصصي روزنه د عصري او نوي میتودونو په وسیله، ښوونځیو لپاره فعاله، متعهد او مسلکي ښوونکي روزل، د پښتو ژبې او ادب په بېلابېلو برخو کې څېړنې ترسره کول، د پښتو فولکلوريک ادبیاتو په برخه کې څېړنې، له نوې او عصري ټکنالوژۍ سره د هېواد ځوانانانو آشنا کول.

لاس ته راوړنې

د پښتو څانګې لاس ته راوړنې په لاندې دول دي:

۱ - د بامیان پوهنتون پښتو څانګې تر اوسه پنځه دورې فارغین تولنې ته وړاندې کړي دي، چې په دولتي او نادولتي ښوونځيو، د ښوونې روزنیز مرکزونو او نورو اداراتو کې اکثره په کار بوخت دي.

۲ – د ملي ادب او فرهنګ په بېلابېلو برخو کې څېړنې ترسره شوې دي.

۳ – د څانګې د استادانو او محصلینو په مټ په څانګه کې یو ځانګړې کتابتون جوړ شوی دی چې په کې بېلابېل پښتو درسي او ممد درسي کتابونه راتول شوي دي.

۴ – د تدریس میتود له سنتي (استاد محورۍ) میتود څخه عصري شاګرد محورۍ میتود ته بدلون موندلی دی.

۵ – تول استادان له پښتو او دري سربېره په انګلیسي او اردو هم بلدتیا لري.

۶ – ټول استادان د عصري ټکنالوژۍ سره بلد تیا لري او محصلین دې ته هڅوي تر څو له تکنالوژۍ څخه کار واخلي.

۷ – استادان او محصلین تل څېړنې او مطالعې ته کوښښ کوي.

د بامیان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د استادانو بېژندنه  شهرت

شماره نام تخلص جنسیت رتبه علمي درجه تحصیل وظیفه نمبر موبایل ایمیل  لینک مقالات
۱ عبدالباقي امېد نارینه پوهنیار   آمر 700710613 Abdulbaqiomidbu@gmail.com برای مشاهده مقالات استاد اینجا کلیک کنید
۲ محمد عثمان څولیزی نارینه پوهنمل   استاد 777707386 Usman.solizay@gmail.com برای مشاهده مقالات استاد اینجا کلیک کنید
۳ محمد کاظم ګجر نیازی نارینه پوهنیار   استاد 777934310 Kazim.gojar@gmail.com برای مشاهده مقالات استاد اینجا کلیک کنید
۴ جمعه برات مخلص نارینه نامزد پوهنیار   استاد 779619585   برای مشاهده مقالات استاد اینجا کلیک کنید

د پښتو څانګې نصاب لینک