د بامیان پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د ښوونیز مدیریت ورکشاپ پای ته ورسېد!

bu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۶
Bamyan

چهارشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۰ هـ ق
د بامیان پوهنتون اداري کارکوونکو لپاره د "ښوونیز مدیریت" تخصصي ورکشاپ چې څو ورځې مخکې د مسلکي پراختیا آمریت له لوري پیل شوی وو نن د یوې اختتامیه غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.
یاد ورکشاپ د دې لپاره جوړ شوی و چې د اداري او مدیريتي ظرفیتونو په لوړولو کې مرسته وکړي.
د اختتامیه غونډې په مراسمو کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتی حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو سره یو ځای ګډون کړی وو.
دغه راز ښاغلي برهاني په خپلو خبرو کې د اداري کارکوونکو لپاره پر دوامداره زده کړو ټینګار وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د پوهنتون د اداري چارو د لا ښه والي لپاره ګټور وبلل.
همدارنګه د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته د تصدیق‌نامو ویش ترسره شو.
یاد ورکشاپ د بامیان پوهنتون د پرمختیایي پروګرامونو یوه برخه وه چې موخه یې د تعلیمي او اداري خدمتونو ښه‌والی دی.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS