د بامیان پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالیو پیل!

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۱۶
Bamyan

نن شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۹مه چې د ۱۴۰۴هـ ش کال د ثور له ۲۷مې نېټې  سره برابره ده د بامیان پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ به نن ماسپښین په ۲ بجو د بامیان ولایت د بدني روزنې په ورزشي تالار کې  په رسمي ډول پیل شي.
په دغو سیالیو کې به یو ټیم د اداري کارکوونکو او اته ټیمونه به د مختلفو پوهنځیو څخه یو د بل وړاندې د سیالیو ډګر ته ښکته شي.
دغه راز د سیالیو د مهالویش له مخې لومړنۍ لوبه د ټولنیزو علومو او کرنې پوهنځي ترمنځ ترسره کېږي او په دویمه لوبه کې به د پوهنتون د اداري کارکوونکو ټیم د شرعیاتو پوهنځي پر وړاندې میدان ته ښکته شي.
د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د ورزش دود عامول او د پوهنتون په فضا کې د محصلینو او کارکوونکو ترمنځ د روغ تعامل زیاتول ښودل شوي دي.
هېره دې نه وي چې تېر ځل په دغو سیالیو کې د ټولنیزو علومو پوهنځي ټیم د اتلولۍ ویاړ خپل کړی وو او په دې پړاو کې به د خپلې اتلولۍ څخه ددفاع په موخه خپل بخت وازمایي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS