د بامیان پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالیو پیل!

نن شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۹مه چې د ۱۴۰۴هـ ش کال د ثور له ۲۷مې نېټې سره برابره ده د بامیان پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ به نن ماسپښین په ۲ بجو د بامیان ولایت د بدني روزنې په ورزشي تالار کې په رسمي ډول پیل شي.
په دغو سیالیو کې به یو ټیم د اداري کارکوونکو او اته ټیمونه به د مختلفو پوهنځیو څخه یو د بل وړاندې د سیالیو ډګر ته ښکته شي.
دغه راز د سیالیو د مهالویش له مخې لومړنۍ لوبه د ټولنیزو علومو او کرنې پوهنځي ترمنځ ترسره کېږي او په دویمه لوبه کې به د پوهنتون د اداري کارکوونکو ټیم د شرعیاتو پوهنځي پر وړاندې میدان ته ښکته شي.
د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د ورزش دود عامول او د پوهنتون په فضا کې د محصلینو او کارکوونکو ترمنځ د روغ تعامل زیاتول ښودل شوي دي.
هېره دې نه وي چې تېر ځل په دغو سیالیو کې د ټولنیزو علومو پوهنځي ټیم د اتلولۍ ویاړ خپل کړی وو او په دې پړاو کې به د خپلې اتلولۍ څخه ددفاع په موخه خپل بخت وازمایي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت