په بامیان پوهنتون کې د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" ورکشاپ ترسره شو

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۷
Bamyan

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک نهمه د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې آمریت په تالار کې ترسره شو.
په دې برنامه کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني او یو شمېر استادانو ګډون کړی وو.
د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی محمد عثمان څولیزي له څو تنو استادانو سره د ورکشاپ د ترېنرانو په توګه برخه اخیستې وه. دغه ورکشاپ چې د ژباړې مهارتونو د لوړولو په موخه جوړ شوی څلور ورځې به دوام وکړي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۰
Background image

په بامیان پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د (۱۷)مې ګڼې فرمان په تړاو یو ورځنی کنفرانس جوړ شو!

نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذوالحجې ۲۶مه نېټه بامیان پوهنتون د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷م ګڼې فرمان د تشریح او بیان په موخه د یوه ورځني کنفرانس کوربه وو.
یاد فرمان د ټولنې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د بامیان پوهنتون د تحصیلي نصاب کمېټې غونډه ترسره شوه

نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې ۲۶مه د بامیان پوهنتون د تحصیلي نصاب کمېټې غونډه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۱۴
Background image

په بامیان پوهنتون کې د ځوانانو په ژوند کې د نوښت او خلاقیت د اهمیت په اړه علمي او هڅوونکې غونډه جوړه شوه

یکشنبه، ۱۴۴۶/۱۲/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون د غونډو تالار د ځوانانو په ژوند کې د خلاقیت او نوښت د اهمیت تر سرلیک لاندې د یوې علمي او هڅوونکې برنامې کوربه وو.
 دغه غونډه د محصلانو چارو د. . .

BACK TO NEWS