د میدان وردګ والي او متنفذانو د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

bu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۷
د میدان وردګ والي او متنفذانو د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د وردګو ولایت والي عبدالرحمن طارق،د ولایتي شورا رئيس اخترمحمد طاهري، وردګ د لوړو زده کړو موسسې رئيس مسعود حسن زي ، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي محمد نعیم وردګ ،ډاکتر عبیدالله کلیمزي , د ازموینو د ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش او ددې ولایت یو شمير متنفذینو په خپل وار سره خپلې طرحې، وړاندیزونه او ستونزې د لوړوزده کړو د دودیدو د څرنګوالي او د وردګو د لوړو زده کړو موسسې د محتوا او جوړښت پرمختیا په اړه خپلې غوښتنې له لوړو زده کړو وزیر سره شریکې کړې.

د دې ولایت والي عبدالرحمن طارق د وردګ د لوړو زده کړو موسسې د پرمختیګ د اړتیا د بحث ترڅنګ او د وردګو لوړو زده کړو موسسې ته پاملرنه، د احاطوي دیوال نشتوالي، د تدریسي ودانۍ دنشتوالي ستونزې ، په اداري او علمي برخو کې د بشري ځواک کمښت جدي ننګونې وبللې چې باید توجه ورته وشي.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر، له والي او مل ټيم څخه يې د هغه ولایت د لوړو زده کړو موسسې د ستونزو د شریکولو او د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي پروګرامونو څخه د دوی د ملاتړ له امله مننه وکړه، ټينګار يې وکړ، لوړو زده کړو وزارت دعلمي بنسټونو اړتیاوو ته پاملرنه او د دوی د ستونزو رفع کول خپل مسئولیت بولي، چې د خلکو ملاتړ يې موخې ته د رسیدا په منظور لاره لنډوي.

ډاکتر عباس بصیر، د ولایتونو او مرکز په کچه د لوړو زده کړو وزارت د پراختیايي پروګرامونود تشریح کولوپه ترڅ کې وویل: په ملي او ولایتي کچه د علمي بنسټونو پراختیا، په علمي بنسټونو کې د علم او ټکنالوژۍ زیاتوالی، د دې وزارت هغه برنامې دي چې په لومړي ګام کې به د هېواد په ټولو دولتي پوهنتونونو کې ورته پام وشي.

ډاکترعباس بصیر د والي او متنفذینو د وړاندیزونو په ځواب کې چې د نویو پوهنځیو او څانګو د زیاتوالي غوښتنه وه، د همکارۍ وعده وکړه , او دې هدف ته د رسیدلو په برخه کې یې د ریاست تضمین کیفیت د معیارونو په بشپړوالي یې تاکید وکړو.

د لوړو زده کړو وزیر هغوتحصیلي بنسټونو ته پاملرنه جدي اړتیا وبلله، چې کمه پراختیايې موندلې او ویې ویل، د زیربنايي پروژو د تطبیق په برخه کې به د ښار جوړونې او اراضۍ له وزارت سره په دې اړه همغږي وکړي او زیاته یی کړه چې د احاطې دیوال د لوړو زده کړو وزارت د پلانونو په سرکې قرار لري , چې ان شاالله په راتلونکې کال کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS