د میدان وردګ والي او متنفذانو د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

bu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۷
د میدان وردګ والي او متنفذانو د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د وردګو ولایت والي عبدالرحمن طارق،د ولایتي شورا رئيس اخترمحمد طاهري، وردګ د لوړو زده کړو موسسې رئيس مسعود حسن زي ، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي محمد نعیم وردګ ،ډاکتر عبیدالله کلیمزي , د ازموینو د ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش او ددې ولایت یو شمير متنفذینو په خپل وار سره خپلې طرحې، وړاندیزونه او ستونزې د لوړوزده کړو د دودیدو د څرنګوالي او د وردګو د لوړو زده کړو موسسې د محتوا او جوړښت پرمختیا په اړه خپلې غوښتنې له لوړو زده کړو وزیر سره شریکې کړې.

د دې ولایت والي عبدالرحمن طارق د وردګ د لوړو زده کړو موسسې د پرمختیګ د اړتیا د بحث ترڅنګ او د وردګو لوړو زده کړو موسسې ته پاملرنه، د احاطوي دیوال نشتوالي، د تدریسي ودانۍ دنشتوالي ستونزې ، په اداري او علمي برخو کې د بشري ځواک کمښت جدي ننګونې وبللې چې باید توجه ورته وشي.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر، له والي او مل ټيم څخه يې د هغه ولایت د لوړو زده کړو موسسې د ستونزو د شریکولو او د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي پروګرامونو څخه د دوی د ملاتړ له امله مننه وکړه، ټينګار يې وکړ، لوړو زده کړو وزارت دعلمي بنسټونو اړتیاوو ته پاملرنه او د دوی د ستونزو رفع کول خپل مسئولیت بولي، چې د خلکو ملاتړ يې موخې ته د رسیدا په منظور لاره لنډوي.

ډاکتر عباس بصیر، د ولایتونو او مرکز په کچه د لوړو زده کړو وزارت د پراختیايي پروګرامونود تشریح کولوپه ترڅ کې وویل: په ملي او ولایتي کچه د علمي بنسټونو پراختیا، په علمي بنسټونو کې د علم او ټکنالوژۍ زیاتوالی، د دې وزارت هغه برنامې دي چې په لومړي ګام کې به د هېواد په ټولو دولتي پوهنتونونو کې ورته پام وشي.

ډاکترعباس بصیر د والي او متنفذینو د وړاندیزونو په ځواب کې چې د نویو پوهنځیو او څانګو د زیاتوالي غوښتنه وه، د همکارۍ وعده وکړه , او دې هدف ته د رسیدلو په برخه کې یې د ریاست تضمین کیفیت د معیارونو په بشپړوالي یې تاکید وکړو.

د لوړو زده کړو وزیر هغوتحصیلي بنسټونو ته پاملرنه جدي اړتیا وبلله، چې کمه پراختیايې موندلې او ویې ویل، د زیربنايي پروژو د تطبیق په برخه کې به د ښار جوړونې او اراضۍ له وزارت سره په دې اړه همغږي وکړي او زیاته یی کړه چې د احاطې دیوال د لوړو زده کړو وزارت د پلانونو په سرکې قرار لري , چې ان شاالله په راتلونکې کال کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۳:۱۴
Background image

بامیان پوهنتون دعلمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه.

نن دوشنبه نېټه۱۴۴۶/۵/۱۶هـ ق کال د بامیان پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د یاد پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د پوهنتون د مرستیالانو په ګډون پوهنځیو رئیسانو، او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۱:۲۷
Background image

بامیان پوهنتون کې د استادانو علمي کنفرانسونو دوام :

نن چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۱هـ ق کال په بامیان پوهنتون کې د دایکندي ، غور او بامیان پوهنتونونو استادانو د علمي رتبې د ارتقاء په خاطر علمي کنفرانسونه ورکړل.
یاد کنفرانسونه چې د مسلکي پراختیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

بامیان پوهنتون کې د عقیدې په اړه جوړه شوې حلقه پای ته ورسېده

نن چهارشنبه نېټه ۱۴۴۶/۵/۱۱هـ ق بامیان پوهنتون کې د ارشاد او دعوت آمریت په مشرۍ د لیلیې محصلینو لپاره د عقیدې په اړه جوړه شوې پنځه میاشتنی تدریسې حلقه پای ته ورسېده . 
دغه راز په یاده. . .

BACK TO NEWS