د بامیان پوهنتون په مالي او اداري برخه کې نوی بدلون

bu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۱:۴۳
Bamyan

بامیان–دوشنبه۱۴۴۶/۱۱/۲۱هـ ق
 د بامیان پوهنتون د مالي او اداري چارو لپاره نوی مرستیال ښاغلی غلام صدیق دانش د یوه رسمي مراسمو په ترڅ کې معرفي او په دنده یې پیل وکړ.
په دې مناسبت د پوهنتون د ریاست په تالار کې یوه غونډه جوړه شوه چې پکې د پوهنتون عمومي رئیس، اداري کارکوونکو او استادانو ګډون کړی وو.
 د غونډې ګډونوالو د ښاغلي حکیمي د تېرو خدمتونو ستاینه وکړه او ښاغلي دانش ته یې د نوې دندې د پیل مبارکي وویله.
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په خپله وینا کې وویل: "ښاغلی غلام صدیق دانش یو تجربه‌لرونکی او مسلکي شخصیت دی او موږ باور لرو چې د پوهنتون د مالي او اداري چارو د لا ښه تنظیم په برخه کې به مهم رول ولوبوي."
ښاغلي دانش هم د وینا پر مهال ژمنه وکړه چې د شفافیت حساب ورکونې او ښه اداري اصلونه به په پوره ژمنتیا مراعات کړي او هڅه به وکړي چې د پوهنتون اداري چارو ته لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده عبدالجلیل حکیمي چې تر دې دمه یې د یادې دندې چارې مخته وړلې د پوهنتون د مشرتابه همکارانو او محصلینو له ملاتړه مننه وکړه او هیله یې وښوده چې د پوهنتون پرمختګ ته به همداسې دوام ورکړل شي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS