د بامیان پوهنتون محصلانو چارو مرستیال په مشرۍ غونډه ترسره شوه

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۳:۴۴
Bamyan

نن یکشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذی القعدې میاشتې شپږمه نېټه د بامیان پوهنتون محصلانو چارو مرستیال مولوي مصطفی ابوسعید د پوهنتون له ورزشي کمېټې سره پخپل دفتر کې ناسته وکړه.
ددغې ناستې هدف د پوهنتون د ورزشي فعالیتونو ارزونه، د ستونزو څېړنه، او د ورزش د پرمختګ لپاره د عملي پلان جوړول وو.
ښاغلي ابو سعید په خپلو خبرو کې د ورزش پر ارزښت او د محصلانو پر فزیکي او رواني روغتیا یې د مثبتو اغېزو یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د پوهنتون مشرتابه له ورزشي هڅو بشپړ ملاتړ کوي. 
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د ورزشي فعالیتونو د ښه والي لپاره یو مشخص پلان جوړ شي او اړوند وړاندیزونه د پوهنتون مشرتابه او د بامیان ولایت د بدني روزنې او سپورت آمریت ته وړاندې شي ترڅو په یاده شوې برخه کې لازمه همکاري ترسره کړي.
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS