د بامیان پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال له خپلو اداري کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه

نن پنجشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې۲۳ نېټه د بامیان پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال علام صدیق دانش په مشرۍ د دې علمي بنسټ د آمرینو او اړوندو اداري کارکوونکو سره په خپل دفتر کې غونډه جوړه کړه.
په دې ناسته کې د پوهنتون مهم مالي او اداري مسایل تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول.
له دغو مواردو څخه د مالي او اداري چارو د څارنې کمېټې جوړول د اداري چارو د همغږۍ او د اجرایي بهیر د ښهوالي لپاره د قرطاسیهجاتو او اداري توکو په معقول ډول د استفادې ټینګار او همداراز د یو شمېر متفرقه موضوعاتو څېړنه او د کارکوونکو لهخوا وړاندې شوي رغنده وړاندیزونه یادولای شو.
علام صدیق دانش د غونډې په ترڅ کې د سرچینو د مؤثر مدیریت د اداري نظم رعایت او د اصلاحاتي بهیرونو کې د کارکوونکو فعالې ونډې پر اهمیت ټینګار وکړ او له اړوندو برخو یې د لا زیاتې همکارۍ او ژمنتیا غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې لازمې پریکړې د یاد شوېو موضوعاتو د تعقیب لپاره ونیول شوې او پر دې ټینګار وشو چې د اداري چارو د لا ښهوالي لپاره ورته ناستې باید دوام ومومي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت