د بامیان پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال له خپلو اداري کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه

bu_admin
Thu, Jun 19 2025 1:13 PM
Bamyan

نن پنجشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې۲۳ نېټه د بامیان پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال علام صدیق دانش په مشرۍ د دې علمي بنسټ د آمرینو او اړوندو اداري کارکوونکو سره په خپل دفتر کې غونډه جوړه کړه.
په دې ناسته کې د پوهنتون مهم مالي او اداري مسایل تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول. 
له دغو مواردو څخه د مالي او اداري چارو د څارنې کمېټې جوړول د اداري چارو د همغږۍ او د اجرایي بهیر د ښه‌والي لپاره د قرطاسیه‌جاتو او اداري توکو په معقول ډول د استفادې ټینګار او همداراز د یو شمېر متفرقه موضوعاتو څېړنه او د کارکوونکو له‌خوا وړاندې شوي رغنده وړاندیزونه یادولای شو.
علام صدیق دانش د غونډې په ترڅ کې د سرچینو د مؤثر مدیریت د اداري نظم رعایت او د اصلاحاتي بهیرونو کې د کارکوونکو فعالې ونډې پر اهمیت ټینګار وکړ او له اړوندو برخو یې د لا زیاتې همکارۍ او ژمنتیا غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې لازمې پریکړې د یاد شوېو موضوعاتو د تعقیب لپاره ونیول شوې او پر دې ټینګار وشو چې د اداري چارو د لا ښه‌والي لپاره ورته ناستې باید دوام ومومي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Apr 01 2024 12:02 PM
Background image

کمک بیش از ۱۰۰ اصله نهال توسط یک تن  محصل در پوهنتون بامیان.

کمپاین نهال‌شانی در پوهنتون بامیان به تاریخ ۱۲ حمل سال‌روان، با اهدای ۱۰۵ اصله نهال توسط احسان الله محصل صنف اول پوهنځی زمین‌شناسی با اشتراک هیأت رهبری پوهنتون رسماََ آغاز گردید.
الحاج. . .

Mon, Jun 12 2023 11:18 AM
Background image

محفل یازدهمین دور فراغت محصلان از برنامه های آموزشی کوتاه مدت کمپیوتر

محفل یازدهمین دور فراغت محصلان از برنامه های آموزشی کوتاه مدت کمپیوتر به تاریخ 22/11/1444 هـ ق در سالون مرکز تکنالوژی معلوماتی و ارتباطی پوهنتون بامیان برگزار گردید.

مجلس با تلاوت آیات. . .

Mon, May 15 2023 11:05 AM
Background image

بازدید شیخ‏الحدیث و القرآن الحاج مولوی ندامحمد ندیم از پوهنتون بامیان

بازدید شیخ‏الحدیث و القرآن الحاج مولوی ندامحمد ندیم از پوهنتون بامیان وزیر تحصیلات عالی با هیئت معیتی‏اش روز یکشنبه مؤرخ 23/10/1444 هـ.ق، به هدف بازدید از پوهنتون بامیان به این ولایت. . .

BACK TO NEWS