د بامیان پوهنتون د حیواني علومو د څانګې محصلانو ته یو ورځنی تریننګ ترسره شو

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۴:۲۳
Bamyan

ورځ یکشنبه د ۱۴۴۶/۱۱/۲۰ هـ ق نېټه د بامیان پوهنتون د زراعت پوهنځي د حیواني علومو د څانګې محصلانو لپاره د لبنیاتو د پروسس په برخه کې یو ورځنی تریننګ جوړ شو.
دغه تریننګ د ډاکتر جمال بای له‌خوا چې د لبنیاتو د پروسس متخصص او د آغاخان مؤسسې پخوانی کارمند دی تنظیم او تدریس شو.
په یاد تریننګ کې محصلینو د شیدو، مستو، چکې او نورو لبني تولیداتو د ساینسي او معیاري پروسس له طریقو سره بلد شول.
د دې برنامې هدف د محصلانو عملي وړتیاوو لوړول او هغوی د کار بازار ته ښه چمتو کول ښودل شوي دي.
د برنامې په پای کې د زراعت پوهنځي ریاست له لوري ډاکتر جمال بای ته د هغه د هڅو او همکارۍ مننې په پار ستاینلیک چمتو کړ چې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په لاس ورته وسپارل شو.
 ښاغلي برهاني د عملي زده‌کړو پر ارزښت ټینګار وکړ او د دې ډول پروګرامونو پوره ملاتړ یې اعلان کړ.
بامیان پوهنتون تل هڅه کوي چې د تجربو لرونکو متخصصینو په مرسته محصلینو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره کړي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS