تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د ریاست الوزراء اداري مرستیال او لوړو زده کړو وزارت وزیر د بامیان پوهنتون د محصلینو(۱۸) اتلسمې دورې فراغتغونډه کې ګډون وکړ!

د ریاست الوزراء اداري مرستیال او لوړو زده کړو وزارت وزیر د بامیان پوهنتون د محصلینو(۱۸) اتلسمې دورې فراغتغونډه کې ګډون وکړ! 
په بامیان پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

BACK TO NEWS

بامیان پوهنتون کې د دندې د اجرااتو ارزونې سمینار!

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۳:۴۲
Bamyan

نن دوشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې ۱۶مه نېټه په بامیان پوهنتون کې "د دندې د اجرااتو ارزونې نوې بڼې" تر سرلیک لاندې د اداري کارکوونکو لپاره ښوونیز سمینار د یاد پوهنتون د کتابتون په تالار کې ترسره شو. 
دغه برنامه د اداري اصلاحاتو آمريت لخوا د پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت په همکارۍ د دندې د اجرااتو ارزونې د بهبود لپاره ترتیب شوې وه.
عبدالحبیب قدوسي د اداري اصلاحاتو کارپوه د ترینر په حیث نوې د ارزونې طریقې تشریح کړې او د دې پروسې په اهمیت باندې یې ټینګار وکړ. ګډونوالو په سمینار کې د دې موضوع په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
دغه پروګرام د اداري کارکوونکو د کاري پلان مطابق د چارو د لاښه سمبالښت لپاره ګټور اقدام وه.
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت