بامیان او کابل پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک!
د بامیان او کابل پوهنتونو د وترنري علومو پوهنځیو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۱ نېټه د بامیان پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي سرپرست پوهنمل نصرت الله همت زي په همکارۍ د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني او د کابل پوهنتون عمومي رئیس دوکتور اسامه عزیز لخوا لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک د دې هدف لپاره ترتیب شوی چې د دې دواړو پوهنتونونو ترمنځ علمي او اکاډمیکي همکاریو ته وده ورکړي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت