د بامیان پوهنتون د استادانو د څېړنیزو اثارو ارزونه!

سهشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۹هـ ق
د بامیان پوهنتون د څېړنې کمېټې په وروستۍ غونډه کې د دې علمي مرکز د دوو تنو استادانو څېړنیز آثار و ارزول.
د استاد عبدالقادر مختار څېړنیز اثر د نوماند پوهنیار څخه پوهنیار ته د ارتقا لپاره او د استاد محمد کاظم ګوجر نیازي اثر د پوهنیار څخه پوهنمل ته د ترفیع لپاره تر ارزونې لاندې ونیول شول.
یادې کمیټې له ارزونې وروسته د دغو آثارو پایلې اعلان کړې.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت