د فلسفې نړیوالې ورځې لمانځل!

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۲۸
Bamyan

نن دوشنبه نېټه ۱۴۴۶/۵/۲۳ هـ ق کال په بامیان پوهنتون کې د فلسفې نړیواله ورځ ولمانځل شوه. 
په دغه مراسمو کې چې د معلوماتي تکنالوژۍ په تالار کې نیول شوي و، د پوهنتون مرستیالانو، د بامیان ولایت عُلُماوو شورا رئیس، پوهنځیو رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و، د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوو. 
په پیل کې پوهنمل عبدالصمد حکمت د فلسفې څانګې آمر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د فلسفې نړیوالې ورځې مبارکي وویله. 
ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي د فلسفې په اړه ګټورې خبرې وکړې نوموړي وویل «فلسفه د پوښتنې کولو هنر دی، فلسفه د هغو علومو له ډلې څخه ده چې زده کړه یې له انسان سره په ځان پېژندنه او ځان جوړونه کې مرسته کوي».
دغه راز د بامیان ولایت د عُلُماوو شورا رئیس مولوی نصرالله واعظي د فلسفې په اړه د اسلام سپېڅلي دین له نظره معلومات ورکړل.
په پای کې د فلسفې څانګې استاد پوهنمل محمد هادي باهنر د فلسفې د تاریخ او ریښې په اړه خبرې وکړې. او په دعائی سره غونډه پای ته ورسېده. 
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۰:۴۴
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس ترسره کېدل!

نن پنجشنبه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې ۲۹ نېټه د بامیان پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت د علمي کنفرانس کوربه وو. 
په دغه کنفرانس کې چې د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د بامیان پوهنتون استادانو لپاره د ځانګړي درې ورځني ورکشاپ جوړېدل!

نن دوشنبه، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب په ۲۶ نېټه، د بامیان پوهنتون د استادانو لپاره ځانګړی درې ورځنی ورکشاپ د "لتکس" په نوم د مسلکي پراختیا آمریت لخوا ترسره شو. په دې پروګرام کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۱:۴۶
Background image

بامیان او کابل پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک!

د بامیان او کابل پوهنتونو د وترنري علومو پوهنځیو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۱ نېټه د بامیان پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي سرپرست پوهنمل. . .

BACK TO NEWS