بامیان پوهنتون دعلمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه.
نن دوشنبه نېټه۱۴۴۶/۵/۱۶هـ ق کال د بامیان پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د یاد پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د پوهنتون د مرستیالانو په ګډون پوهنځیو رئیسانو، او د علمي شورا غړوهم شتون درلود، د علمي شورا په تالار کې ترسره شوه.
ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دغه ناسته کې د استادانو د علمي ترفېعاتو، د پوهنځیودرسي مېتود په ښه والي او د پوهنتون اړوند مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو. ورپسې د ګډونوالو لخوا غوښتنې او نظرونه شریک شول، چې په اړه یې اړینې پرېکړې ونیول شوې.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت