د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

bu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Bamyan

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د کرنې پوهنځي د حیواني علومو څانګې یو مخکښ استاد پوهنیار عصمت الله اکبري خپله علمي څېړنه وړاندې کړه چې د جاپاني مرړزانو پر فعالیت او ځانګړتیاوو باندې د کچالو پوډرو د مختلفو کچو د اغېزو په اړه یې ترسره کړی وو.
یاده څېړنه د دې لپاره ترسره شوی چې د کچالو پوډر د تغذیې اغېز پر جاپاني مرړزانو ترڅو یې وزن او غوښې کیفیت وڅېړل شي او دا د بامیان پوهنتون د دوامداره هڅو یوه برخه ده چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې علمي څېړنې لوړې کړي.
پوهنیار اکبري وویل چې د کچالو پوډر په بېلابېلو کچو سره کارولی شو چې د مرړزانو په وده او د غوښې کیفیت باندې مهمې اغېزې لري.
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي برهاني له دې څېړنې څخه مننه وکړه او دا یې د پوهنتون د علمي ظرفیت د لوړوالي په لور یو مهم ګام وباله. 
هغه ټینګار وکړ چې بامیان پوهنتون به له هغو عملي پروژو او څېړنو څخه بشپړ ملاتړ کوي چې د کرنې، مالدارۍ او کورنیو تولیداتو په برخه کې ګټورې تمامېږي.
د ناستې په پای کې دا وړاندیز هم وشو چې د دې څېړنې پایلې دې په ازمایښتي پروژو کې وکارول شي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS