په بامیان پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د (۱۷)مې ګڼې فرمان په تړاو یو ورځنی کنفرانس جوړ شو!

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۰
Bamyan

نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذوالحجې ۲۶مه نېټه بامیان پوهنتون د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷م ګڼې فرمان د تشریح او بیان په موخه د یوه ورځني کنفرانس کوربه وو.
یاد فرمان د ټولنې د ناسم رواجونو، خرافاتو او غیرشرعي دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی دی.
دغه راز یاد کنفرانس د پوهنتون د ارشاددعوت آمریت او د نشراتو او عامه پوهاوۍ عمومي مدیریت له خوا د دې علمي بنسټ د کتابتون په تالار کې تنظیم شوی وو، چې د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په ګډون د احکامو فرامینو د تعقیب او امرباالمعروف ریاستونو استازو، دپوهنتون مرستیالانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه درلوده.
په غونډه کې د ۱۷مې ګڼې فرمان متن د حاضرینو تر غوږو ورسول شو، او د فرمان محتوا له مختلفو اړخونو وڅېړل شوه.
د دې علمي پروګرام ترینر پوهنوال داکتر احسان‌الحق نیازی وه چې په خپله مفصله علمي وینا کې یې د فرمان ټولنیز، فرهنګي او دیني اړخونه تحلیل کړل.
 نوموړي ټینګار وکړ چې علمي بنسټونه مسؤلیت لري چې د اسلامي ارزښتونو ته د پایښت ورکولو لپاره هڅې وکړي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د کنفرانس له جوړېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د یاد فرمان د تطبیق او ترویج په برخه کې به لازمه همکاری کوي، او د ټولنې له چاپېریاله د ناسم رواجونو د له منځه وړلو لپاره به مؤثر ګامونه پورته کوي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS