د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال د ځینو پوهنځیو استادانو سره ناسته ترسره کړه!

bu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۹
Bamyan

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالحجې میاشتې ۲۲مه نېټه د بامیان پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د ځینو پوهنځیو له استادانو سره یوه علمي او مشورتي ناسته تر سره شوه.
په دې ناسته کې د علمي او اسلامي مفاهیمو د ترویج اړوند موضوعات وڅېړل شول.
په پیل کې پوهنوال ډاکټر نیازی د نبوي سنت پر بنسټ د سیرت او صورت غوره کول او پر بصیرت د بلنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د بصیرت پر بنسټ بلنه د علمي او دیني رسالتونو د وړاندې کولو یو اساسي اصل دی.»
همدارنګه په دې غونډه کې د ثالث عمر رحمه الله د کتاب د پوښتنو ترتیب موضوع هم تر بحث لاندې ونیول شوه.
د ناستې په پای کې ګډونوالو استادانو خپلې نظریې او وړاندیزونه د بامیان پوهنتون د علمي او معنوي پرمختګ په موخه وړاندې کړل او د پوهنتون له مشرتابه یې وغوښتل چې د دیني ارزښتونو پر بنسټ د علمي محتواوو د پراختیا لپاره مشخص پروګرامونه جوړ کړي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS