د بامیان پوهنتون د علمي چارو مرستیال له خپلو آمرینو او کارکوونکو سره غونډه وکړه!

bu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۵
Bamyan

نن سه شنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذي الحجې میاشتې ۲۱مه نېټه د بامیان پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور احسان‌الحق نیازي نن له غرمې وروسته د علمي چارو مرستیالۍ دفتر په تالار کې له خپلو آمرینو او کارکوونکو سره ناسته درلوده.
په دې غونډه کې د رغنده وړاندیزونو، روانو ستونزو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه شریک شول. 
د غونډې اساسي هدف د کار د بهیر ښه کول د اداري همغږۍ لوړول او د کارکوونکو ستونزو ته رسیده ګي وه.
دوکتور نیازي د کارکوونکو د همکارۍ او هڅو ستاینه وکړه او پر شفافیت، مسئولیت مننې او د کاري روحیې د پیاوړتیا ټینګار یې وکړ. 
غونډه د څرګندونو په لنډیز او د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب کولو په وعدې سره پای ته ورسیده.
 بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS