د بامیان پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه.

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۴۴
Bamyan

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۳نېټه 
د بامیان پوهنتون علمي شورا خپله فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ ترسره کړه.
 په یاده ناسته کې د پوهنتون مرستیالانو د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو او د علمي شورا غړو ګډون درلود.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. 
ورپسې د پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي برهاني د ناستې اهمیت ته په اشارې سره د استادانو د علمي آثارو ارزونې او د پوهنتون د علمي پرمختګ په برخه کې د روانو هڅو ارزونه وکړه.
د ناستې عمده اجنډا د استادانو د تألیفي او تحقیقي آثارو څېړنه وه.
 همداراز د ادارې ځینې متفرقه موضوعات هم د بحث لاندې ونیول شول او اړوند پرېکړې وشوې.
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS