د بامیان پوهنتون وترنری علومو پوهنځي محصلین ننګرهار ته علمی سفر وکړ

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۲۰
Bamyan

۱۴۴۶/۱۱/۲۰هـ ق یکشنبه
د بامیان پوهنتون وترنری علومو پوهنځي ۲۸ تنه محصلینو د دوه تنه استادانو په مشرۍ ننګرهار ولایت ته علمی سفر ترسره کړ.
 د دې سفر موخه د وترنری علومو په برخه کې عملي تجربې ترلاسه کول او د نورو پوهنتونونو د تعلیمي او څیړنیزو مرکزونو سره آشنایي وه.
په دغه علمی سفر کې محصلینو د ننګرهار پوهنتون وترنری علومو پوهنځي اداري خونو، لابراتوارونو او ختیځ لبنیات فابریکې څخه لیدنه وکړه. 
د ننګرهار پوهنتون وترنری علومو پوهنځي استادانو له خوا د خپل مسلک اړوند موضوعاتو باندې مفصل سمینارونه ورکړل شول.
دغه سفر د محصلینو لپاره د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د علمي اړیکو د پراختیا یوه ښه موقع وه.
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS