محصل ته الهام د ستاینې له ستیج تر هڅونې، بامیان پوهنتون کې یوه شانداره غونډه ترسره شوه!

bu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۵
Bamyan

نن چهارشنبه د۱۴۴۶هـ ق کال دشوال المکرم میاشتې ۱۸مه نېټه د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو اداري کارکوونکو او ممتازو محصلینو د ستاینې او قدردانۍ لپاره یوه شانداره غونډه جوړه شوه.
 دغه راز په غونډه کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی محمد عثمان څولیزي، د پوهنځیو رئیسانو، علمي کادر غړو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 ورپسې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د ښوونې او روزنې پوهنځي لدې ابتکار څخه خوښي څرګنده کړه او دا اقدام یې په تحصیلي ډګر کې د محصلینو او استادانو د لا زیاتو هڅو لپاره ګټور وباله.
دغه راز د پوهنتون علمي مرستیال او ځینو نورو ویناوالو پخپل وار سره ګډونوالو ته خبرې وکړې.
 د پروګرام په پای کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني ته د هغه د زړه‌سوانده او صادقانه رهبرۍ په پار د ښوونې او روزنې پوهنځي د مشرتابه، استادانو او کارکوونکو له خوا د مننې او ستاینې ستاینلیک ډالۍ شوو.
ورپسې هغو استادانو ته چې لوړو علمي رتبو ته ارتقا کړې وه د درناوي او ستاینې تحفې او تقدیرنامې ورکړل شوې. همداراز دنوي مقرر شويو استادانو هرکلی وشو او د ښوونې او روزنې په برخه کې د هڅاندو اداري کارکوونکو زحمتونه وستایل شول.
د غونډې یوه بله مهمه برخه د هغو محصلینو ستاینه وه چې د زده‌کړو په ډګر کې یې لوړ علمي بریالیتوبونه تر لاسه کړي وو.
د یادولو وړ ده چې دا ډول پروګرامونه نه یوازې د علمي هڅو ستاینه کوي بلکې د استاد محصل او ادارې تر منځ د همغږۍ درناوي او هڅونې روحیه هم پیاوړې کوي.
 د پوهنتون مشرتابه ژمن دی چې د علمي کچې د لوړوالي او تحصیلي چاپېریال د پیاوړتیا لپاره دا فرهنګ دوامداره وساتي.
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS