د زرغونولو پیل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس سفر بامیان پوهنتون ته!

bu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۳:۱۴
Bamyan

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې ۱۰مه نېټه د "نیالګیو په کېنولو سره د چاپېریال ساتنه وکړئ" تر شعار لاندې په بامیان پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د چاپېریال ساتنې او د شنو سیمو د فرهنګ د ودې په موخه د پوهنتون په علمي او صمیمي چاپېریال کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې  د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص، د بامیان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د بامیان د چاپېریال ساتنې رئیس، د ولایت یو شمېر اداري مسؤلینو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
د بامیان والي مولوي سرحدي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د چاپېریال ساتنه د ټول ملت ګډ مسؤلیت دی، او دا ډول کمپاینونه کولی شي په ټولنه کې د مثبت بدلونونو زمینه برابره کړي.
همدارنګه مولوي مطیع‌الحق خالص د هیواد د زرغونولو پر اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل:
«د چاپېریال ساتنې ملي اداره مسؤلیت لري چې په ټولو ادارو کې د چاپېریال ساتنې فرهنګ د پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي. ځنګلونه کولی شي د سېلابونو د ویجاړۍ مخنیوی وکړي. موږ باید د خپل هېواد د آبادۍ او زرغونولو لپاره لاسونه سره یو کړو، ځکه بل څوک زموږ لپاره دا کار نه کوي.»
دغه راز الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د بامیان پوهنتون عمومي رئیس میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی له ځانګړې پاملرنې او له پوهنتون څخه د ملاتړ له امله مننه وکړه او ویې ویل: «دا ډول پروګرامونه د ځوان نسل د پوهاوي او د طبیعت د ساتنې لپاره د هغوی د هڅونې سبب ګرځي.»
د پروګرام په پای کې یو شمېر نیالګي په سمبولیک ډول د پوهنتون په انګړ کې کېنول شول ترڅو د بامیان د زرغون راتلونکې لپاره د نوو هیلو پیل وي.
د نیالګیو په کېنولو سره د خپل چاپېریال ساتنه وکړئ!
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS