د بامیان پوهنتون کې د ملي کنفرانس لپاره د مناسبو عنوانونو د ټاکلو غونډه ترسره شوه

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۳:۲۸
Bamyan

نن یکشنبه د۱۴۴۶ هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې۲۳مه نېټه په بامیان پوهنتون کې د ملي کنفرانس لپاره د مناسبو عنوانونو ټاکلو په اړه غونډه جوړه شوه. په دې ناسته کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتی حضرت محمد برهاني د علمي شورا غړو، پوهنځیو رئیسانو او مسئولینو ګډون درلود. 
په دې غونډه کې څو وړاندیز شوي عنوانونه وڅېړل شول چې دوه موضوعګانو د تایید رایې واخیستې او انتخاب شول: 
۱. دبامیان تمدن، کلتور او د هغې رول د افغانستان په پراختیا کې
۲. د افغانستان بانکدارۍ سیستم او ډیجیټل اقتصاد. 
حاضرینو دغه موضوعات د هیواد په پرمختګ، علمي او تاریخي لحاظ اغیزمن و ارزول. 
د یادولو وړ ده چې دغه موضوعات د وروستي تایید لپاره د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې تألیف او ترجمې ریاست ته به ولېږل شي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS